د هلمند رخام ډبرې

د حجاری په برخه کې زينتي توکي، میزونه، په ډبرو حکاکي او نور ډېر شیان پدې فابریکه کې جوړیږي

هلمند د نفتو، ګازو او يورانيمو د زېرمو د درلودلو تر څنگ د رخامو د ډبرو زېرمې هم لري.

د هلمند د رخام ډبري د ولايت له مرکز لشکرگاه څخه ۳۶۰ کيلو متره لېرې په جنوبي سيمو کې موندل کېږي.

دا ډبرې د زرغونو او سپينو رنګونو په درلودلو سره ډېرې په زړه پورې ښکاري. زيات شمیر خلک د رخام د ډبرو څخه جوړ شوي شيان د زينت لپاره په خپلو دفترونو او کورونو کې ايږدي.

په هلمند کې د رخام ډبرو د فابريکې تر جوړېدو مخکې دغه ډبرې پاکستان ته وړل کېدې.

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند د رخام ډبرو فابریکه

د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په وخت په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د همدې ډبرو د پروسس لپاره د لښکرګاه د رخام دستګاه تاسيس شوه، خو ددې فابريکې توليد ډېر کم وو.

دا فابریکه په ۱۳۸۶ کال کې خصوصي سکتور ته وسپارل شوه او پدې توگه ددې فابريکې د توليد ظرفيت هم لوړشو.

اوسمهال دا فابريکه د رخام د ډبرو د پروسس سربېره د حکاکۍ او نجارۍ په برخه کې هم کار کوي او د ورځې په لسګونو د حجاری او نجاری توليدات لري.

دا فابریکه د حجاری په برخه کې زينتي توکي، میزونه، په ډبرو باندې حکاکي او نور ډېر توکي جوړوي او د نجارۍ په برخه کې کورونو او دفترونو لپاره فرنيچر جوړوي.

د یادونې وړ ده چې د خامو موادو د راوړلو ستونزو د دغو توکو قيمت لوړ کړی او د پلور کچه يې په ملي بازارانو کې کمه شوې ده. د حجاری او نجاری د فابريکې مسؤلين وايي، اوس د حجاری او نجاری په چارو کې کومه ستونزه نه لري، خو د بازارونو نشتوالي یې کار ته لوی خنډونه جوړ کړي دي.

د دې فابريکې توليدات په ملي او نړيواله کچه بازار نه لري، خو په پرچون ډول یې بازار تود ښکاري او خلک آن د بهر هیوادنو لکه هند، چين، امريکا او جرمني څخه ورته د زينتي توکو د جوړولو فرمايشونه ورکوي.

اوسمهال په دې فابريکه کې ۴۹ کارکوونکي د حجاری، نجاری او حکاکی په برخه کې په کار بوخت.

رپوټ: عمر لمر - امریکا غږ - هلمند ولایت