ولسي جرګې د ټاکنو پایلې یوه میاشت وروسته اعلانیږي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د شنبې په ورځ ( اکټوبر ۲۰) امریکا غږ ته وویل د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د یوې میاشتې په شاوخوا کې اعلان شي.

ښاغلي صیاد امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل د هر ولایت رایې په هماغه ولایت کې شمیرل کیږي او د نتایجو اوراق به یې مرکز ته واستول شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه، د تخنیکي او امنیتي مشکلاتو له امله د هیواد په کچه ۳۶۰ مرکزونه تړلي پاتې شول خو په دې مرکزونو کې به ټاکنې د یکشنبې په ورځ وشي.

نوموړي د بایومتریک دستګاوو د اغیزمن توبډاډ ورکړ او ویې ویل دا دستګاوي له سرورونو سره تر وصلیدو وروسته کولای شي د دوه ځلې رایو مخه ونیسي. د شنبې ورځې د ټاکنو لپاره ۱۳۰ نړیوالو او یوسلو څلویښت زره داخلي ناظرینو ته بلنه ورکړل شوې وه.

Your browser doesn’t support HTML5

IEC Pashto