د ارزگان او زابل په بریدونو کې څه دپاسه ٣٠ تنه مړه شوي

چارواکي وایي طالبانو په اروزګان کي د ثبات په نامه پروگرام ۳ تنه کارکوونکي وژلي او یو یې ټپي کړی دی، دا په داسې حال کې دي چې افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې دوی په زابل کې په عملیاتو کې ٢٨ یاغیان وژلي دي او یو تن يې ټپي کړی دی.

د دهراود ولسوال امین الله خالقي امریکا غږ ته وويل چي ددې ولسوالۍ د ککرکي په سیمه کي د ثبات پروگرام کار کوونکي د شپې په نهو بجو د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوي دي.

ښاغلی خالقي زیاتوي چې وژل شوي کسان د هرات ولایت اصلي اوسیدونکي دي.

تیره میاشت هم په اورزگان ولایت کې د یوې مرستندویه ادارې ۴ تنه کارکوونکي تر اوږدې مودې پورې یرغمل ساتل شوي وو او بیا وروسته وسله والو طالبانو هغوی ووژل.

په دې وروستیو کې د افغانستان په زیاتو سیمو کې د طالبانو تاو تریخوالی زیات شوی دی

بلخوا، د اورزګان په ګاونډ زابل ولایت کې د بدر په نوم د افغان پوځ په هوايي حمله کې د دولت ۲۸ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۳ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قل اردو ویاند ډګرمن محمد محسن سلطاني امریکا غږ ته وويل چي د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې افغان پوځ تیره شپه دغه حمله کړې وه.

هغه وایي چي د وژل شویو کسانو جسدونه په سیمه کې پراته دي او دوی د ترهگرو ۱۱ عرادي موټر سائکلونه هم نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د خپلې مرگ ژوبلې په هکله کومه تبصره نده کړې.