افغانستان د جمعې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) د هند په احمداباد کې له جنوبي افریقا سره لوبه لري.
دا په نړیوال جام کې دافغانستان نهمه لوبه ده. افغانستان څلور لوبې ګټلې دي.
جنوبي افریقا له هند او استرالیا سره وار د مخه د نړیوال جام سیمې فاینل ته وتلې ده.
نیوزلنډ په څلورم مقام کې دی او تقریبآ د نیمه پایلوبو څلورمه لوبډله ده.
خو ایا افغانستان لا هم د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته د ورتګ چانس لري؟ هو، مګر دا چانس ډېر سخت دی.
د کرکټ نړیوال مشهور ویبسایټ ESPNcricinfo لیکلي دي که افغانستان جنوبي افریقا ته د ۴۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړي، تر نیوزلنډ به مخکې شي، څلورم مقام به خپل او نیمه پایلوبو ته به ووځي.
په کرکټ کې هر څه ممکن دي، خو د جنوبي افریقا قوي توپ وهنې او توپ اچوونې ته په کتو داسې نه ښکاري چې افغانستان دې په دومره لوی توپیر سره وګټلای شي.
Assuming they bat first and score 300, Pakistan would need to beat England by 287 runs to move into the top four 😬Afghanistan need to win by 438 runs to go past New Zealand%27s net run rate 😱 #CWC23 pic.twitter.com/GCtyXMSRBZ
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) November 9, 2023
تر لوبې مخکې په خبري کنفرانس کې د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي وویل چې د جنوبي افریقا سره یې لوبې ته پوره چمتوالی نیولی دی.
افغانستان او جنوبي افریقا په وروستي ځل د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې په انګلنډ کې سره مخامخ شول، چې هغه لوبه جنوبي افریقا ګټلې وه.
نیوزلنډ د پنجشنبې په ورځ سري لانکا ته ماتې ورکړه او په دې بري سره یې سیمې فاینل ته د پاکستان د ورتګ هیلې تقریبآ ختمې کړې. پاکستان خپله وروستۍ لوبه له انګلنډ سره کوي او باید انګلنډ ته د ۲۸۷ منډو په توپیر ماتې ورکړي چې نیمه پایلوبو ته ووځي، دا هم سخت برېښي. افغانستان په دغه نړیوال جام کې دواړو پاکستان او انګلنډ ته ماتې ورکړې.
د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالۍ په هند کې روانې دي او د افغانستان په ګډون په دغه نړیوال جام کې لس لوبډلې دي.
د دغو سیالیو لومړۍ پایلوبه د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ ده.