د هند د لوبډلې روزونکی: افغانستان په شل اوریزو لوبو کې خطرناکه لوبډله ده

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی راهول ډرایویډ

له افغانستان سره تر لوبې یوه ورځ مخکې د هند د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي راهول ډرایویډ افغانستان یوه خطرناکه لوبډله وبلله او ویې ویل چې له هغوی سره به لوبه اسانه ونه ګڼي.

د افغانستان او هند ترمنځ لوبه د پنچشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په باربوداس کې ده. دا د نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو (سوپر اته) د مرحلې لوبې دي.

ډرایویډ د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (جوزا ۳۰) په خبري کنفرانس کې وویل: «موږ څو ورځې ښه پرکټس وکړ. ارام مو کړی او چمتو یو. موږ پوهېږو چې افغانستان د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې یوه خطرناکه لوبډله ده او دوی په دغه نړیوال جام کې خپله وړتیا وښوده... په دې بڼې (شل اوریز) کرکټ کې دوی داسې لوبډله نه ده چې موږ یې اسانه ونه ګڼو.»

راهول ډراویډ دا یادونه هم وکړه چې د افغانستان یو شمېر لوبغاړي د آی پي ال په ګډون په نورو لیګونو تر یو شمېر هندي‌ لوبغاړو هم ډېر لوبېږي او د خپلو لوبډلو «مشهور لوبغاړي» دي.

د هند په سږني لیګ کې تقریبآ نهو افغان لوبغاړو لوبې وکړې. د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټروټ هم په خبري کنفرانس کې یادونه وکړه چې له هند سره لوبې ته چمتو دي او په خبره یې افغانستان «د هرې لوبې لپاره جلا» پلان لري.

هغه وویل چې افغان لوبغاړي د آی پي‌ ال په ګډون په نورو لیګونو کې لوبېدلي او په «یوې لوبډلې کې د دوی ټولو یو ځای» کېدل او لوبېدل ګټور او مهم دي.

هغه وویل چې په ویسټ انډیز باندې د لوبې له بایللو څخه یې زده کړې کړې او هیله یې وښوده چې د هند په مقابل کې به ښه ولوبېږي.

د افغانستان او هند د روزونکو خبري کنفرانسونه د کرکټ د نړیوالې شورا په فیسبوک پاڼې باندې ژوندي خپاره شول.

د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ څه موده مخکې په متحدو ایالتونو او امریکا کې پيل شوې چې اوس یې د اتو غوره لوبډلو مرحله ده. په دغې مرحلې کې افغانستان، هند، ویسټ انډیز، امریکا، جنوبي افریقا، انګلنډ او بنګله دېش دي.

افغانستان په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته لار کوي. افغانستان تر دې دمه له هند څخه کومه شل اوریزه نړیواله لوبه نه ده ګټلې.