جګړو په ننګرهار کې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي

ښاغلی یوسفزی وايي په ننګرهار کې په ګڼو سیمو کې لږ تر لږه اوه زره کورنۍ شته چې ژوند یې له مالي پلوه له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

دسرې میاشتې ولایتي مشر ننګیالی یوسفزی وايي که څه هم په تېر یو کال کې دننګرهار نژدې اوه زره زیانمنو کورنیو ته مرستې ور رسېدلي،خو همدومره نورې لاهم بېړنۍ اړتیا لري.

هغه چې نن یې جلال اباد کې دسرې میاشتې اونۍ په نمانځغونډه کې خبرې کولې ننګرهار یې دافغانستان په کچه تر ټولو زیانمن شوی ولایت وباله او ویې ویل وروستیو جګړو دغه سیمه له هره اړخه ځپلې ده .

نوموړی وايي "تر اوسه پورې چې ماته مالومات دی ، دسرې میاشتې په شمول ټولې مرستې اوه زره کورنیو ته رسېدلي او تر دوه زره کورنۍ په تمه دي چې مرستې باید ور روسېږي خو اوه زره نورې کورنۍ لا پاتې دي،چې باید بېړنۍ مرستې ور ورسول شي".

ښاغلی یوسفزی وايي ددوی موندنې ښيي، چې دغلته په ګڼو سیمو کې لږ تر لږه اوه زره کورنۍ شته چې ژوند یې له مالي پلوه له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي زیاته کړه "دلته جنګ او غربت بشري وضعیت تر تاثیر لاندې لاوستی دی او که حالات همداسې روان وي نو بشري ناورین نور هم زیاتولی شي".

هغه دننګرهار په شینوارو کې دروانې لوږې پر مسله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې ډېرو کورنیو ته په مړه خېټه ډوډۍ نه ور رسي.

دغلته په شینوارو ولسوالیو کې دتېرو پنځو میاشتو راهیسې دځايي خلکو ژوند سخت تریخ شوی دی .

دننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال هم په ډېرو سیمو کې دځايي خلکو پر وضعیت اندېښمن دی او وايي ملي سوداګر او شتمن دې د دغو کورنیو لپاره مرسته وکړي.

هغه وویل " هغه دوستان چې دچا وس کېږي دا که سوداګر دي او که شتمن دي باید مرستې وکړي،چې دغو کورنیو ته ورسېږي".

په دغه ولایت کې جګړه ځپلې کورنۍ له حکومت او خیریه ادارو نه مرستې غواړي.

داچین ولسوالۍ یو قومي مشر ملک ناموس امریکا غږ ته وویل: " زمونږ کورنه سوځول شوي،بیګا ته دوړو درک نه لرو، مونږ ته باید مرستې راوړل شي ".

که څه هم اوس مهال دننګرهار په ډېرو سیمو کې جګړه نسبي ارامه ده،خو بې کوره شوې کورنۍ لاهم دپردیو په مېنو کې دغربت او کړاو سختیو ته اوږده ورکړې.