د حج وزارت ملایانو ته: د مدرسې زده کوونکي مه وهئ

د حج وزارت وايي دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ مدرسې شته

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د مدرسې له زده کوونکو سره سم چلند وکړي او هغوی دې نه وهي.

د وزارت مرستیال داعی الحق عابد وايي چې که هر ملا کوم متعلم وواهه، شکنجه یې کړ او یا یې وزوروه، وزارت به ورسره قانوني چلند کوي. نوموړي وویل که د دیني مدرسې په هر "استاد رسمي شکایت وشو، لویې څارنوالۍ ته به وپېژندل شي".

دا مهال په افغانستان کې د ښاغلي عابد په خبره شاوخوا ۵۰۰۰ دیني مدرسې شته چې ۳۵۰۰ یې د حج او اوقافو له وزارت او نورې یې د معارف له وزارت سره ثبتې دي.

نوموړی وايي په دغو مدرسو کې شاوخوا ۵۰۰ زره شاگردان دیني زده کړې کوي چې د اټکل له مخې ۱۵۰۰۰ استادان لري.

له ښاغلي عابد سره د امریکا غږ د خبریال جعفر هاند پوره مرکه دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له داعي الحق عابد سره د جعفر هاند مرکه واورئ