د افغانستان او پاکستان د سوداگریز تړون ننگونې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په داسې وخت د پاکستان سره د اپټا د تړون د لغوه کېدو غوښتنه کړیده چې په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د افغان تجارانو سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي تیره ورځ وویل چې دا قرارداد د افغانستان په ګټه نه دی او افغان حکومت باید ورباندې بیا غور وکړي.

د دې سره جوخت دا هم ویل شوي چې گواکې پاکستان له افغانستان نه هغه هیواد مال لیږدونکو لاریو ته د حق العبور سند نه ورکوي. خو په کابل کې د پاکستان سفیر د دوشنبې په ورځ دغه خبرونه ردکړل.

په کابل کې د پاکستان سفارت هغه مطبوعاتي راپورونه رد کړیدي چې وايي پاکستان خپلی خاورې ته د افغانانو لاریو داخلیدل، منع کړیدي.

افغان تجارانو غواړي خپل مالونه د پاکستان د لارې هند ته ورسوي

د پاکستان د سفارت لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې اصلا په کابل کې د پاکستان د سفارت هغه عمله چې په تجارتي څانگه کې کار کوي، هغوي ته، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویزې نه وې ورکړې، د هغوي د غیر حاضرۍ له کبله افغان تجارانو او د ترانسپورټ خاوندانو ته د سفر د اجازه نامو په ورکولو کې ځنډ راغلی و.

د پاکستان سفارت وايي چې دوی خپلو افغان وروڼو ته ډاډ ورکوي چې په کابل کې به د دوی د تجارتي څانگې د دفتر عمله بیرته کار پیل کړي، او د اسنادو د ورکولو اجراات به فعال او چټک شی.

خو د افغانستان تجاران یو شکایت دا هم لري چې د اپټا قرارداد له مخې افغانستان ته د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي ورکړل شوي. دوي وايي چې په دې تړون کې یوازې پاکستان ته گټه رسیږي، او که د پاکستان له لارې د هند سره د افغانستان تجارانو په کې آسانیتاوی برابرې نه شي نو د دوی په اند دغه تړون دې لغوه شي.

د اپټا ټرانزیټي او تجارتي تړون په ۲۰۱۰ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شویدی.

د دې تړون له مخې پاکستان ته امتیاز ورکړل شوی چې د افغانستان نه منځنۍ اسیا سره سوداګري وکړي؛ د تړون په اساس افغانستان ته اجازه ورکړل شوې چې خپل مالونه د واګهې بندر له لارې هند ته تېر کړي. خو اوس افغانستان اجازه نه لري چې خپل سوداګريز مالونه په مستقیه توګه هند ته ورسوي.

د اپټا تړون د لغوه کېدو خبره په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په وینا له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټي ستونزې زیاتې شوي او دا مهال د پاکستان له خوا د افغانستان د صادارتو په سلگونو لارۍ له لسو ورځو راهیسې په تورخم بندر کې درول شوې دي.

بلخوا پاکستان خپل عذر وړاندې کړی او وايي چې تخنیکي ستونزې هوارې شي، نو ترانسپورت ته به لارې خلاصې شي.