کندهار کې د سولې په پلوۍ او طالبانو پر ضد لاریون وشو

لاریون کوونکو پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې دوه مخی سیاست لوبوي.

په کندهار ښار کې سلګونوکسانو د سولې په پلوۍ او په افغانستان کې د جګړې د روان ساتلو په اړه د طالبانو د نوي مشر د پییغام د غندلو په اړه مظاهره وکړه.

لاریون کونکو لمړی احتجاجیه غونډه وکړه او تر هغه وروسته يې له ولایتي شورا څخه د هرات در وازې له لاري تر شهیدانو چوک پوري لاریون وکړ .

دوی د سولي په پلوی شعارونه ورکول او د افغان سولي په اړه يې د ادعا له مخې د پاکستان د دوه ګوني پاليسي غندنه هم وکړه .

دا په یوه اونۍ کې په کندهار کې د خپل ډول دوهمه احتجاجیه غونډه ده ، خو دا ځل لاریون هم وشو .

د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي نعمت الله شیردلی وايي چي افغانستان تل هڅه کړې چي له ګاونډیو هیوادونو سره نیک روابط ولري خو ګاونډیانو بیا د دې خلاف خپلي ګټي د افغانانو په خرابۍ کې لټوي .

ده زیاته کړه د افغانانو د سولي د تخریب نیت چي هر څوک لري ، هغوی ټول ارزښتونه تر پښو لاندي کوي.

عمومي اندېښنه داده چي د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو د واحدي رهبرۍ نشتون ممکن د سولي خبري ټکنی کړي .

عام افغانان چي تر بل هر چا زیات د سولي راتګ ته لیوال دي ، په اسلام اباد کي د افغان دولت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولي خبرو اترو يې داهیلي نوري هم زیاتي کړې .

خو په نننی احتجاجیه غونډه کي وويل شول چي دا د ناهیلی خبر دی چي د وسله والو طالبانو نوي مشر د سولي پر ځای د جګړې د دوام خبره کړې .

تر کندهار مخکې په اروزګان او زابل ولایتونو کي هم د افغانستان په بې ثباتۍ کې د پاکستان د مداخلې پر ضد لاریونونه شوي او د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د سولي ضد دریځ يې غندلی .

عام افغانان پر پاکستان شک ښيي چي ولي د افغان سولي لپاره تر اسلام اباد وروسته د دوهمي ناستې له پیل څخه مخکې د طالبانو د تحریک د مخکني مشر ملا محمد عمر د مړیني خبر خپور شوو .