د افغانستان اقتصاد کوچنی شوی او وضعیت ناسم لور ته روان دی - سروې

د ګیلپ د تازه سروې له مخې، ۸۱ سلنه افغانان فکر کوي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی.

د ګیلپ تحقیقاتي‌ادارې تازه سروې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په څېر سږکال هم د افغانستان د نفوس لویه برخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د کورني عاید له کمښته سر ټکوي.

د دې سروې له مخې، که څه هم د افغانستان په اقتصادي حالت کې د تیر کال په پرتله په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي، خو د سروې موندنې ښيي، چې اوس هم ۸۱ سلنه افغانان فکر کوي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی، ۶۰ سلنه فکر کوي، چې اقتصادي حالات یې ډېر خراب دي، او ۲۵ سلنه افغانانو ته یې عواید خراب شوي ښکاري.

د ګیلپ د نړیوالو خبرونو د څانګې مسئوله جولي رې وايي، افغانان د خوړو او سرپناه موندلو له سختو ستونزو سره مخ دي او دغه ستونزې مخ پر پراخېدو دي.

هغه زیاتوي: "اکثریت افغانانو ته له اقتصادي پلوه ستونزمنه ده، چې د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابر کړي. موږ دا هم ګورو، چې زیاتره افغانان د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي دي. له دې امله اکثریت پدې باور دي چې حالات مخ پر بدترۍ روان دي."

کار پوهان هم د افغانستان د اقتصاد د بدې ورځې خبره مني او ددغه حالت د لا خرابېدو خبرداری ورکوي.

د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر مسعود موحد وايي، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد کوچنی شوی او په ۲۰۲۰ کال کې چې د افغانستان کورني عواید ۲۰ میلیارد ډالر ښودل شوي وو، په وینا یې، اوس "څه باندې ۱۴ میلیارده اټکل شويدي. دا پدې معنی چې د افغانستان اقتصاد څه باندې پنځه ویشت سلنه کم شويدي. یانې د افغانستان هر وګړی ۲۵ سلنه غریب شوی دی."

انګېرنه دا ده، چې افغانستان ته له پاکستان څخه په لویه کچه د کډوالو ور ستنېدل به د افغانستان پر اقتصاد فشار لا پسې زیات کړي.

د نبراسکا پوهنتون د افغانستان د څېړنو د مرکز مشر شېر جان احمدزی وايي: "د افغانستان اقتصاد چې اوس په راپورونو کې ښکاري، د رکود پر لور روان دی او وړوکی کېږي. په داسې حالت کې افغانستان ته د نورو کډوالو راتګ به د افغانستان له اقتصاد سره مرسته ونکړي، بلکې منفي اغېزې به یې لا زیاتې شي."

نور کارپوهان د افغانستان د اقتصادي وضعیت د بهترۍ لپاره، د سترو پروژو پلي کېدل او له بهر څخه پراخې پانګونې د حل لار بولي.

د افغانستان د شنونکو شبکې غړې کېټ کلارک وايي: "اقتصاد په ډېره ټېټه کچه کې دی. یقیناً د افغانستان اقتصاد پانګې سترې پانګې اچونې ته اړتېا لري. لویو پروژو ته، لکه سیمه ییزې پروژې چې ودرول شويدي، لکه ټاپي، چې له مرکزي اسیا څخه برېښنا او غاز د افغانستان له لارې لېږدوي."

د ګيلپ سږنۍ سروې ښيي، چې یواځې درې سلنه افغانان فکر کوي چې دوی په ارامۍ سره پخپل موجود عواید ګزاره کوي، اووه سلنه نورو افغانانو ته اوسنی وخت د دندو موندلو ښه فرصت ښکاري او یواځې پنځه سلنه افغانانو ته خپل اقتصادي حالت بهتر بريښي.