د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو برید لا هم روان دی

طالبانو پدې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی

دهلمند پر ښوراب پوځي اډه پیل شوې جګړه څلورمي شپې ته شامله شوه او وسله والو برید کونکو د پوځي آډې تر ټولو خوندي ځای کې لاهم د امنیتي سرتېرو سره په نښته کې دي .

د جنګېدونکو وسله والو دقیق شمېر لاهم نه دی معلوم خو د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وايي چي هغوی د ښوراب پوځي آډې په هغې زیرزمینۍ کې مورچې نیولي چي د بېړنیو حالاتو پر مهال به د آډې دننه د سرتېرو د خوندیتوب لپاره کارول کېده .

دی زیاتوي چي زیرزمیني د نظامي معیارونو له مخې جوړه شوې او له برید کونکو سره د نښتې د اوږدېدو لامل هم همدا دی چي د ورتګ لار يې ډېره محدوده ده .

وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۷نېټې د بسشن پر پوځي اډې چې د برتانویانو لوی پوځي مرکز و، بریدونه پیل کړل.

افغان چارواکي وايي د شوراب پر پوځي اډې بریدونو کې تر دې دمه لږ ترلږه پنځه افغان عسکر او نهه طالبان وژل شوي دي.

د بسشن پوځي مرکز په افغانستان کې د برتانویانو تر ټولو لویه نظامي اډه وه چې شاوخوا ۱۰ زره برتانوي عسکر په کې مېشت وو، خو په دې وروستیو کې دغه اډه افغان سرتېرو ته وسپارل شو.

طالبانو هغه مهال هم پر همدغې اډې یو ډله اییز برید کړی و، خو دومزه غزېدلی نه و.

اخوا، د هلمند د خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د ۲۱۵ میوند قل په هلمند کې مېشت خبریالان وايي چي په پیل کې له دوی سره ژمنه شوې وه چي د جګړې سیمي ته به د خبري پوښښ لپاره پرېښودل کیږي خو اوس د یادې قومندانۍ له خوا ورسره مرسته نه کیږي .