یوه افغان عسکر امریکايي روزونکی او ترجمان وژلی دی

افغان چاروکي وايي چې د افغانستان د ځانګړو قواوو یوه سرتیري خپل امریکايي روزونکی او د هغه ژباړونکی په ډزو کې وژلي دي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د خاصو قواوو سرتیری چې د جذب نه مخکي یې سابقه په سمه توګه څیړل کېږي، لاس په داسي اقدام پوري کوي.

دغه پېښه د چار شنبې په ورځ د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د امریکا په یوه نظامي مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

په سیمه کې د افغان قواوو قوماندان جنرال عبدالحمید وايي چې دغه پېښه د دواړو خواوو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.