د زیمنس شرکت له افغان حکومت سره تړون کړی چې په افغانستان کې به د ګازو د طبیعي زیرمو ارزونه وکړي.
د دغه تړون له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې لاسلیک شو، زیمنس به د افغانستان په هغو سیمو کې چې اټکل کیږي د ګازو طبیعي زیرمې لري، تخنیکي ارزونې او پلټنې ترسره کړي.
د افغانستان د ولسمشر دفتر پر ټویټر لیکلي چې زیمنس به د ګازو د سرچینو د ارزونې سربیره، د ګازو د استخراج او د انرژۍ د ضایع کیدلو د مخنیوي په لارو چارو په نښه کولو کې هم مرسته وکړي.
Afghan government signed an MoU with @Siemens to support sustainable development, & bring stability & improve infrastructure in AFG today. The MoU is intended to develop new energy generation capacity, construction & installation of new energy transmission& distribution systems. pic.twitter.com/OMwWYeGl5F
— ارگ (@ARG_AFG) January 24, 2019
ارګ لیکلي چې له زیمنس سره دغه پروژه به په افغانستان کې د پایدارې پرمختیا، ثبات راوستلو او د بنسټیزې پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
د دغې پروژې مالي لګښت لا ندی په ډاګه شوې او دا هم نده څرګنده چې زیمنس به په کومو ولایتونو کې د ګازو د سرچینو پلټنه وکړي.
افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډاې هیواد ګڼل کیږي خو د امنیتي ستونزو او زیربناو د نشتون له کبله د دغو زیرمو په استخراج کې ندی بریالی شوی.