ملا منصور: له ملګرو پرته د طالبانو مشري نشم کولی

ملا منصور په خپل اختریز پیغام کې ویلي دي چې د وخت اړتیاو ته په کتو به مذاکرات کوي

د طالبانو نوي مشر، اختر محمد منصور، وايي د خپلو طالب مشرانو له مرستې او همکارۍ پرته نشي کولاې چې د ملامحمد عمر د ځاې ناستي په توګه چارې ترسره کړي.

منصور چې د ملاعمر له مړينې وروسته یې ځان ته د "امیرالمومنین" لقب ورکړی د واک په ټینګولو کې د ځينو طالب مشرانو لخوا ننګول شوی دی.

ځينو طالب مشرانو پر ملامنصور نیوکه کړې چې ګواکې له جهادي سنګرونو لرې په پاکستان کې او د پاکستاني استخباراتي کړیو په مټ یې د طالبانو مشرتوب تر لاسه کړی دی.

منصور پخپل وروستي پیغام کې ویلي "اوس چې د اسلامي‌ امارت د زعیم په حیث زما پر اوږو کوم دروند بار ایښودل شوی دی زه یوار بیا تکراروم چې پدې سختو شرایطو او حساس وضعیت کې د الله تعالی د نصرت او د ملګرو له همکارۍ پرته د دغه مسوولیت انجامول به یوازې توګه ممکن ندی".

د جګړې دوام

ملا اختر محمد منصور دغه راز ویلي چې افغانستان اشغال شوی دی او تر هغه چې د ده په ټکو اشغالګر په دغه هېواد کې وي، سوله نا ممکنه ده.

ملا منصور د خپل پخواني مشر ملا عمر په څېر روان جنګ د افغانستان اشغال بللی " جنګ پر موږ تپل شوی او خاوره مو اشغال شوې ده، په هر لحاظ حق لرو چې له خپلې خاورې نه دفاع وکړو. "

ملا منصور په خپل اختریز پیغام کې د سولې پر مذاکراتو هم تم شوی دی او ویلي دي چې د وخت اړتیاو ته په کتو به مذاکرات کوي. ښاغلي منصور د دغو مذاکراتو بریالي کېدل" له اشغالګرو سره د هرډول پوځي او امنیتي تړونونو په فسخه کولو" پورې تړلي بللي دي.

هغه نه دي ویلي چې له چا سره او کوم تړون، مګر افغان حکومت د نورو هېوادونو په پرتله له امریکا سره یو لوی پوځي او امنيتي تړون کړی دی.

خو، د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د خبرو په تړاو د طالبانو دغه پیغام یوه پلمه بللې ده.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د ازادۍ راډیو ته وویل "د ناټو پوځي حضور ختم شوی؛ بهرني عسکر خپلو هېوادونو ته تللي؛ دا یوه ښکاره موضوع ده، په همدې دلیل که څوک دغه موضوع پلمه ګرځوي هم دغه عمل ناروا دی او هم دغه پلمه."

طالبان او تعلیم

ملا محمد منصور په لومړي ځل په خپلو خبرو کې په ښکاره له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې تعلیم ته زمینه برابره کړي.

هغه، عصري زده کړې د افغانستان یو ضرورت بللی دی، مګر په خپل حکومت کې طالبانو تر ډېره پر دیني زده کړو او د دیني مدرسو پر جوړولو ټېنګار کاوه.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ښوونځي سوځول شوي او تړل شوي چې افغان چارواکي یې د طالب وسله والو کار بولي.

همدا اوس د هېواد په ډېرو هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې بلل کیږي، سلګونه ښوونځي تړلي دي.

ملا منصور څه موده مخکې، د طالبانو د نوي مشر په توګه غوره کړل شو، خو د هغه له مشرتوب سره یو شمېر طالب مشران مخالفت لري چې د ملا عمر ورور او زوی هم شامل دي.

افغان حکومت وايي ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال کې مړی شوی دی.