د ترکمنستان او افغانستان جمهورو ریْسانو د سمبلې په پنځمه نېټه په کابل کې یو لړ تفاهم نامې لاس لیک کړې.
د ترکمنستان جمهور ریْس ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرستې ته چمتو دی او د اقتصادي پروژو په برخه کې یې ویلي دي چې د ګازو د پایپلین کار به چې د افغانستان پر لاره تیرېږي، د دې کال تر پایه پوري پیل شي.
همداشان د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په اقتصادي، علمي، سپورتي او تجارتي برخو کې هم فاهم نامې لاس لیک شوې.
د ډیموکراتو حقوق پوهانو د اتحادیې ریْس کبیر رنجبر وايي چې افغانستان او ترکمنستان له ډیر پخوا راهیسې ډیرې ښې اړیکې لري او دا اړیکې د سولې په راوستو کې ډیره مرسته کولای شي.
د کبیر رنجبر سره مرکه دلته اوریدلای شیْ.
Your browser doesn’t support HTML5