په افغانستان کې د امریکا څوارلس کاله

د اکتوبر اتمه، امریکایي بي١بي لانسر او بي٥٢ الوتکې د طالبانو جنگي مرکزونه بمباروي. تصویر/پنټاگان

د سپټمبر په یولسمه په نیویارک ترهگریز برید وشو او د اکټوبر د اوومې په شپه امریکا او نړیوال ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو په رژيم هوائي بمبارۍ پیل کړه.

په دې څوارلسو کلونو کې په افغانستان کې گڼ بدلونونه راغلل. د طالبانو واکمنۍ په څو ورځو کې وپرځول شوه، په بن کې جوړ شوی د حکومت لنډمهاله دوره ختمه شوه او د ټاکنو له لارې حکومتونه وټاکل شول.

ددې ټولو ترڅنگ د هغې لومړۍ شپې جگړه او بمبارۍ ختمه نه شوه.

د ملي امنیت پخوانی رئيس امرالله صالح وايي چې څوارلس کلونه له لاسته راوړنو ډک و خو یوه لویه نیمګړتیا یې دا ده چې په دې دومرو کلونو کې طالبان له منځه نه دي تللي.

ښاغلی صالح وایي "مونږ یوه ستر ناکامي لرو. هغه دا ده چې امریکا و نه شو کړای، په پاکستان هغه ډول لازم فشار واچوي چې پاکستان په افغانستان کې له پوځي او استخباراتي لاسوهنو څخه لاس واخلي.‪"

په واشنگټن کې د چارو شنونکې د هغه وخت د متحده ایالاتو حکومت ته گوته نیسي چې د افغانستان پوځي ماموریت پرته له واضح او مشخصو اهدافو د کلونو د پاره وغزید.

د وېلسن د څیړنیز مرکز غړی مایکل کوگلمین وایی "هیڅ بل هیواد په افغانستان کې چې څو لسیزې په جگړو کې سوځیدلی دی، په څو کلونو کې سوله نه شي راوستلی. دا کار یوازي افغانان کولای شي، البته د نړیوالو په مرسته."

نن د افغانستان د ولسي جرگې غړي چې د همدې امریکایانو په مرسته د جوړ شوي دیموکراتیک نظام له امله په ولسي جرگه کې ناست دي، وايي چې په امنیتي سکتور کې د نړیوالو ځواکونو راتگ هغومره ګټور نه وو. د خوست استازی کمال ناصر اصولی وايي چې په څوارلسو کلونو کې تر ټولو ستر پرمختگ، اقتصادي پرمختیا بللی شو.

ښاغلی اصولی زیاته وي‪"هیڅ ډول هوائي بمبارۍ و نه شو کړای چې د افغانستان د دولت مخالفين وځپي. امریکا، انګلیس او متحدینو یې د پاکستان په شمول کولای شول، چې زمونږ مخالفین د تل د پاره ورک کړي، خو هغوی دا و نه کړل.‪"

د افغانستان د نظامي اکادمۍ افسران د فراغت په ورځ

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي پدغو کلونو کې د نړیوالو ځواکونو په مټ وسله وال پوځ جوړ شوی چې مهمه لاسته راوړنه ده. ښاغلی وزیري زیاته وي "په تېرو څوارلسو کلونو کې یو ستر کار شوی دی چې سره له دې ټولو نیمګړتیاوو اوس مونږ ۱۹۵ زره وسله وال پوځ لرو.‪"

یو بل ډول نظر د سیاسي چارو د شنونکي وحید مژده په څیر خلک لري. دی په دې باور دی چې نړیوال ائتلاف خپلو ولسونو ته رواني روحیه ورکړله. ښاغلی مژده زیاته وي "دوی روحي لاسته راوړنه درلودله. خپلو خلکو ته یې وویل چې مونږ افغانستان ته ولاړو، هلته مو له هغو خلکو انتقام واخېست چې اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه."

د افغانستان په کلیو او ښارونو کې عام خلک وايي چې نړیوال ائتلافي ځواکونه له لومړي سره د افغانستان له دودونو سره بلد نه و، ځینې تېروتنې وکړې چې له همدې امله لا هم افغانستان د جګړې ډګر دی. د نړیوالو ځواکونو د راتګ څوارلسمه کلیزه په داسي حال کې نمانځل کیږي چې طالبانو په همدې اونۍ کې په لومړي وار د کندز ښار له افغان ځواکونو ونیوه.