چاودنې په هلمند کې د کورنۍ ۱۶ غړي ووژل

دا د مسلمانانو په یوې تر ټولو سپېڅلې میاشت رمضان کې، په افغانستان کې د ولسي خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

په هلمند کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې د یوې کورۍ ۱۶ غړي وژلي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یوناما) د دغې پیښې کلکه غندنه کړې او ویلی چې دا د مسلمانانو په یوې تر ټولو سپېڅلې میاشت رمضان کې، په افغانستان کې د ولسي خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

پېښه د شنبې په ماښام د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې شوې ده، د اوس لپاره کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په پیښه کې ټول وژل شوي د یوې کورنۍ دي."

ښاغلي رسولیار وویل چې د دغو ولسي خلکو ګاډی روژې ماتې ته نژدې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.

د هلمند د امنیې قومندان نبي جان ملاخیل ویلي چې په دغې چاودنې کې ۱۶ کسان وژل شوي دي او درې نور ژوبل دي.

یو عیني شاهد ویلي چې د پنځلسو کسانو مړي یې لیدلي دي.