اصغر ستانکزی: له زمبابوې نه به د کرکټ بل جام هم گټو

cricket jam

افغانستان د کرکټ ملي ټیم د دسمبر په ٢٥ شارجه کې د زمبابوې د کرکټ د ملي ټیم سره د لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ دپاره مخامخ کیږي. دا د زمبابوې سره د افغانستان د پینځو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ سیالي ده. دې سیالۍ دپاره د افغانستان د کرکټ ټیم د تیاریو په اړه د ټیم کپتان اصغر ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې دوي د تېرو څو اوونیو نه متحده عربي اماراتو کې د خپلو روزونکو سره په تمرین مصروف دی او د زمبابوې سره د سیالیو دپاره په مکمل ډول تیار دي.

افغانستان وروستیو سیالیو کې زمبابوې ته په زمبابوې کې ماتې ورکړې وه

اصغر ستانکزي وویل چې د زمبابوې وکټه د سلو توپ اچونکو دپاره گټوره ده نو دوي به هم زیاتره اهسته یا سپېن توپ کونکي کاروي. همدا شان هغه وویل چې د شاهپور ځدران او حمید حسن د نه شتون نه به مشکل ورته پېدا نشي. ځکه چې دولت ځدران، میرویس اشرف ،یامین احمدزی او سېد شېرزاد غوندې ځوان تیز توپ اچونکي لري.

اصغر ستانکزی وايي چې دوي به ولس ته د نوو بریاو زیري ورکوي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي سره مرکه