بلجیم میشتو افغانانو د حکومت په خلاف مظاهره کړې

د سلو په شاوخوا کې افغان کورنیو چې په بلجیم کې ورته د اوسیدو قانوني اسناد ندي ورکړل شوي، نن سوله ایزه مظاهره وکړه او د حکومت نه یې وغوښتل چې د هغوي په اسنادو دې د سره غور وکړي.
دغه کورنۍ وایي په افغانستان کې د ستونزو په خاطر دیته اړ شوي چې بلجیم ته مهاجرې شي او که چیرته ورته د بلجیم حکومت پناه ورنکړي، مظاهرې به یې همداسې روانې وي. زمونږ همکار عاشق الله رحیمزوی د دغو مظاهرو د یو تن تنظیم کوونکي سمیر همدرد سره مرکه کړیده او په لومړي سر کې یې د مظاهرې د هدف په اړه ترې پوښتلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د سمیر همدرد سره د عاشق الله رحیمزوی مرکه