د انتخاباتو د ۹۸ فیصدو مراکزو امنیت تامین شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی دا مهال د ۹۸ په سلو کې انتخاباتي مراکزو د امنیت ساتنې په اړه یې ډاډ تر لاسه کړی دی. د یادشوي وزارت ویاند صدیق صدیقي وایی د ۴۴۱ مرکزونو له ډلې نه چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا دوي ته په نښه شوي وو، ۴۲۵ مرکزونو ته یې د انتخاباتو اړوند توکي وررسولي دي. ،،۴۴۱ هغه مرکزونه چې موږ ته سپارل شوی و نن ۴۲۵ مرکزو ته یې ټول مواد انتقال شوی دي. دا انتقالات د ملي اردو او ملي پولیسو او امنیتی ځواکونو په مرسته تر سره شوي دا کار ۹۰ په سلو کی تر سره شوی دی . موږ تشویش نه لرو، خو یواځي ۱۶ مرکزه پاته دي چی هغو ته به هم مواد ورسوو.،،

د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د ورځې لپاره تدابیري پلان هم بشپړ کړی دی او د دوشنبې په ورځ یی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپاری.،،نن د ټاکنو د ورځې لپاره او هغو ۸۶۵۰ مرکزه چی موږ ته یې را کړي وو تدابیری پلان جوړ شوی دی او موږ توضیحي پلان د انتخاباتو کمیسیون ته واستاوی موږ به په راتلونکو لسو میاشتو کې ښه سرمایه ګذاري وکړو څو ټاکنې په ښه توګه تر سره شي.،،

د انتخاباتي مراکزو د امنیت په اړه ډاډ په داسي حال کې څرګندیږي چی د یکشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون اندیښنه څرګنده کړې وه چې د هیواد په ولایتونو کې ۴ ولسوالۍ د دولت له کنتروله بهر دي او دوي به ونه شي کړای چې هلته انتخاباتي مراکز پرانیزي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي لا د ټاکنو تر ورځې پورې لس میایشتې وخت لري او دا کافی موده ده چې دوی به د پاته مراکزو د امنیت ساتنې لپاره هڅې ګړندی کوي.،، داسي ولسوالۍ لرو چې لا هم په کې مشکلات شته خو موږ ورباندې کار کوو. لس میاشتې کافی وخت دی دغه ولسوالیو کی به هم ګواښونه رفع کړو. ټول کوښښونه مو دا دي چې تاکنی په ښه توګه تر سره شې خلک دی ډاډه واوسي.،،

د کورنیو چارو وزارت تینګار کوي چې د ټاکنې تر ورخې پوري هغه سیمې د دولت تر کنترول لاندي راولې چی نن سبا د طالبانو په ولکې کې دي.

له بلی خوا په افغانستان کی د ناټو د ځواکونو ملکي ویانده الکساندرا تایلور وایي په افغانستان کې پراته ځواکونه به د ټاکنوو نه پراخ او کلک ملاتړ وکړي.،، ناټو په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو لپاره د نوم لیکنو له بهیر نه پراخ ملاتړ کوي او آیسف به د دغه بهیر د ملاتړ لپاره او د افغان حکومت له غوښتنې سره سم خپله مرسته ونه سپموي.،،

د افغانستان د راتلونکو تاکنو لپاره خورا په بیړه هڅې روانې دي. پرون د ټاکنو د کمیسیون د غړیتوب لپاره هم ۲۹ نوماندان مشخص شول چې له دغې ډلی نه به ۹ تنه غوره شي. او د کمیسیون د مشرتابه انتخاب به هم د همدغو ۹ تنو په غاړه او خوښه وي.