د اسامه له مرګ وروسته د حملو خبرداری

په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن کور

امریکایي چارواکي او د امنیتي چارو څیړونکي خبرداری ورکوي چې ښایي تروریسني سازمانونه د اسامه بن لادن د وژنې په بدل کې پر امریکایانو او نورو اهدافو باندې ترهگریز بریدونه وکړي.

پر امریکا باندې د القاعده شبکې د دوه زره یو کال د سپتمبر د یولسمې له تروریستي بریدونو څخه نژدې یوه لسزه وروسته اسامه بن لادن وژل کیږي.

دغه عملیات یوې ډلې امریکایي کوماندو اسلام اباد ته څیرمه د پاکستان د ایبټ اباد په یوه اباده سیمه کې ترسره کړل.

په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسافرت په اړوند سمدستي یو نړیوال خبرادری خپور کړ چې وایي کیدای شي دغه وژنه د امریکایانو پر ضد د تاو تریخوالي سبب شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وایي د بن لادن وژنه د ترهگرۍ پرضد د مبارزې پای نه ده.

(.. په راتلوونکو ورځو کې به د همکاريو دوام ډیر مهم وي ځکه په داسې حال کې چې مونږ ددغه مهم اقدام هرکلی کوو، مونږ باید هیر نه کړو چې د بن لادن په مړینه د القاعده شبکې او د هغې د ترهگریزو تشکیلاتو د مخنیوي په اړه مبارزه به پای ونه مومي.)

د دوه زره یوم کال د سپتمبر له بریدونو راهیسې د امریکا په حکومتي ودانیو او زیات شمیر نورو محلاتو کې ټینگ امنیت نیول شوی دی.

د کورني امنیت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بن لادن د مړینې په وجه به خبرداری خپور نه کړي خو وایي چې دا اداره پوره بیداره ده.

د واشنگټن د میترو په سیستم کې امنیتي چارې نورې هم جدي شوي دي. د لاس انجلس د عمده نړیوال هوایي ډگر مامورین وایي د کوم مستقیم تروریستي گواښ خبرداری یې نه دی ترلاسه کړی خو دوی به د مسافرو لپاره د امنیتي ژغورنې چارو ته په لوړه سویه دوام ورکړي.

د جانزهفکنز پوهنتون کارپوه رابرت گټمن وایي:

(.. دا پای نه ده. زما په انند د امریکا په شاو خوا کې به په لوړه سویه امنیتي تدابیر ونیول شي په خاصه توگه په نیویارک، واشنگټن او لندن کې.)

کارپوهان وایي په دې وروستیو کلونو کې بن لادن په القاعده شبکې کې تر ډیره حده یو سمبولیک رول درلود او د نړۍ په گوټ گوټ کې د القاعده اړوند ډلې، دننه او بهر د امریکایانو په وړاندې عمده گواښ گڼل کیږي.

د هوډسن انستیتوت لوړپوړی کارپوه ریچارد ویتس وایي:

(.. مونږ ټول پوهیږو چې حالات به خراب شي ځکه که هغوی وکړای شي مونږ به د یو لړ غچ اخیستنې سره مخامخ شو.)

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي د بن لادن مرگ به نړۍ په امن کړي خو د راتلوونکې په اړه داسې خبرداری ورکوي.

(.. په دې کې هیڅ شک نشته چې القاعده به به زمونږ پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي. مونږ باید او هرو مرو دننه په هیواد او بهر کې بیدار واوسو.)

کارپوان وایي په داسې حال کې چې په اوس کې د سپتمبر د یولسمې په شان د ویجاړونکو بریدونو امکان کم بریښي خو تهدید د تیرې لسیزې د بل هر وخت په پرتله پیچلی او متغیر دی.