کندهار کې الویرا ښایي د کوکنارو د کښت ښه بدیل شي

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په کندهار کې د زراعت مامورین وايې هڅه کوي د کوکنارو پر ځای د نورو ګټورو بوټو ترڅنګ د الویرا د بوټي کرل هم ترویج کړي.

د یادي ادارې مامورین زیاته وي چې په کندهار کې د الویرا استعمال ورځ تر بلي زیاتیږي او د راتلونکې لپاره د کروندګرو په ژوند یوه ښه عایداتي منبع کیدای شي.

د کندهار ښار پدغه له ګڼي ګوڼي ډکه برخه کې د الویرا د پلورونکو کاروبار ښه ګرم دی.

دغه لاسي پلورونکې وايې چې د الویرا د بوټو کښت تر ډيره په لویديځ ولایت هرات کې کیږي او دوی يې له عمده واریدونکو څخه را نیسي.

سیف الله٬ د الویرا جوس پلورونکی: "د الویرا رانیونکي ډیر دي، د معدې درد، د زنګونو د درد او ګڼو نورو ناروغیو په درملنه کې دا مثبت ثابت شوي خلګ اوس ډير ورسره اشنا شوي او را نیسي يې."

د الویرا د جوس سره د علاقې عمده دلیل د ځينو ناروغیو په مخ نیوي او درملنه کې د ددې طبي بوټي ځانګړی اغېز بلل کیږي.

د الویرا یو پلورونکی عبدالله وايې چې کارو بار يې له دې کبله ښه ګټه وټه لري: "دا د فراه، نیمروز، هرات او نورو ولایتونو څخه کندهار ته راځي کارونه يې ډیره شوې او زموږ کاروبار هم ورسره ښه دی."

د کندهار د کرهڼي او مالداری ریس سید حفیظ الله سیدي وايې چې د الویرا د کښت لپاره مطالحه بشپړه شوې او د ترویج لپاره به يې عملي کارونه پیل شي.

سید حفیظ الله سیدي٬ د کندهار د کرهڼي او مالداری ریس: "کندهار کې الویرا لپاره شرایط برابر دی او عملي کښت يې په ارغنداب ولسوالۍ کې شوی چې ښه پايله يې در لوده دا د کوکنارو غوره بدیل دی او موږ به يې د ترویج لپاره راتلونکی کال موږ د پام وړ کارونه پيل کړو."

له الویرا څخه د پوستکي د ښکلا، د ورېښتانو د سلامتۍ، معدې او خولې د ناروغیو تر څنګ په ځینو نورو برخو کې هم د درملنې په توګه کار اخیستل کیږي.

د نوموړي بوټي کښت تېر کال په فراه، هرات او بادغیس ولایتونو کې شوی چې حاصلات يې د کندهار په مارکېټونو کې اوس پلورل کیږي.