عفوی نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې ځیني جنګي جنایتکاران په واک دي

د عفوی یا بخښنې نړیوال سازمان په خپل کلنیز ریپوت کې په افغانستان باندي زیاته اندازه تمرکز کړی دی او په دغه هېواد کې یې د روان وضیعت په هکله په بیلابیلو برخو کې اندېښنې څرګنده کړي دي.ددغه سازمان د سږکال په ریپوټ کې راغلي دي چې اوس هم د افغانستان په نظام کې داسي کسان شته چې په جنګي جنایاتو تورن دي او بشري حقوقو یې تر پښو لاندي کړي.

په ریپوټ کې همداشان په افغان ټولنه کې د ښځو د پرمختګونه یادونه شوې ده خو دا هم ویل شوي دي چې زیاته اندازه ستونزې اوس هم د ښځو په ژوندانه کې موجودې دي. ریپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د دوي د ښوونې او روزنې پر وړاندې خنډونه ایجاد شوي.

دغه سازمان د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د ښځو د نقش په برخه کې هم اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې افغان میرمنې اندېښنه لري چې د دوي لاس ته راغلي پرمختګونه د لاسه ونوځي.

همدغه راز په ریپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د جلب او جذب تګلارې معیاري یا سټندرډ نه دي او په همدغه دلیل باندي مخالفین په دې توانېدلي دي چې په امنیتي نظام کې نفوذ پیدا کړي.

د امریکا غږ آشنا راډیو د خبرو اترو په خپرونه کې مو د خپلو میلمنو سره پر همدغې مسلې باندي خبري وکړې. د خپرونې میلمانه مو د ولسي جرګې غړی او پخوانی د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر رمضان بشردوست، د ولسي جرګې پخوانی غړی او جهادي شخصیت عبدالجبار شولګری او د ښځو او مدني حقوقو فعاله میرمن پلوشه حسن وو. د خپاره شوي ریپوټ په هکله نور جزیات او د میلمنو او اوریدونکو تبصرې په لاندې خپرونه کې اوریدلای شی.