د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د اریانا نیوز خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي

د اریانا نیوز تلویزیون د سیاسي خپروني چلوونکی عبدالوارث حسرت او د دغه تلویزیون بل خبریال اسلم حجاب

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو لخوا په کابل کې د اریانا تلویزیون د دوو خبریالانو نیول کېدو ته غبرګون ښودلی او د هغوی د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د اریانا نیوز خصوصي تلویزیوني شبکې مسؤلینو ویلي چې د سیاسي خپروني چلوونکی عبدالوارث حسرت او د دغه تلویزیون بل خبریال اسلم حجاب تیره ورځ د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

هغوی ویلي چې دغه دوه خبریالان د اریانا نیوز تلویزیون ودانۍ ته نژدې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوي او ناڅرکند ځای ته انتقال شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې نن سې شنبه فبرورۍ لومړۍ (سلواغې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه د دغه خبریالانو نیول کیدل «خپل سري او غیر قابل توجیه» بللي او ژر تر ژره یې د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان د بیان پر ازادۍ دا ډول بریدونه، په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په وړاندې جدي ګواښ بللی او ویلي دي چې دغه خبریالان باید له «قید او شرط» پرته ازاد شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې ټینګار کړی چې طالبان پر داسې مهال د بشري حقونو مدافعین او خبریالان نیسي چې تیره اونۍ د طالبانو د حکومت استازو په ناروې کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

دغه سازمان زیاته کړې: "نړیواله ټولنه باید له طالبانو څخه وغواړي چې د بشري حقونو نقض کېدل پای ته ورسوي او هغوی تر پوښتنې لاندې ونیسي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د بیان د ازادۍ په وړاندې د محدودیتونو او یاد خبریالانو د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره، له طالبانو څخه غوښتي چې د هغوی د نیول کېدو د لیل روښانه کړي.

یوناما همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې د خبریالانو او بشي حقوقو درناوی وکړي او ترڅنګ یې په کابل کې د تیرو دوو اونیو راپدېخوا د لادرکه شوو ښځینه فعالانو د ځای ځایګي په اړه معلومات وکړي.

د یادو خبریالانو نیول کېدو غبرګونونه او انتقادونه راپارولي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د یادو خبریالانو د نیول کېدو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلی: "د خبریالانو او رسنیو فدارسیون تل د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غوښتي چې خپل امنیتي سرتیري د خبریالانو له نیول کېدو څخه وګرځوي.هر کله چې د رسنیو کار کوونکي نیسي باید رسنیو ته دقیق معلومات ورکړی."

خو د طالبانو حکومت تر دا مهاله د یادو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.