سري لانکا د کرکټ نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه هم وبایلله

دا درېیمه پرلپسې لوبه ده چې سري لانکا یې په روان نړیوال جام کې بایلي.

استرالیا د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې سري لانکا ته ماتې ورکړه.

دا په روان نړیوال جام کې د استرالیا درېیمه لوبه او لومړی بری و او د سري‌لانکا درېیمه پرلپسې ماتې وه.

استرالیا خپلې دوې نورې لوبې بایللې دي. په دغه بري سره استرالیا له لسم مقام څخه اتم مقام ته پورته شو.

لوبه د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې۲۳) د هند د لکهنو په ښار کې وه. سري لانکا د نیسکانکا او پرېرا د ۶۱ او ۷۸ منډو په مرسته استرالیا ته د ۲۱۵ منډو هدف وټاکله.

استرالیا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف په ۳۶ اورونو کې پوره کړ.

د استرالیا دوو لوبغاړ مارش او جاش تر ۵۰-۵۰ ډېرې منډې وکړې. په توپ ‌اچوونکو کې یې بیا ادم زمپا د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ د هالنډ او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه ده. جنوبي افریقا خپلې لومړۍ دوې لوبې ګټلې او هالنډ دواړه بایللې دي.

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې لوبېږي.