د کندز پر زده کوونکو زرګونه، قلمونه،کتابچې او بکسونه ووېشل شول

د قلم لار ټولنه د هیواد په ټولو ولایتونو کې د معارف د پیاوړتیا لپاره کار کوي، دغه ټولنه د څو تنو ځوانانو له خوا فعاله شوې ده.

د قلم لار ټولنې مشر عطاءالله ویسا په کندوز او بغلان ولایتونو کې تر ۳۰۰۰ زیاتې بکسې په زرګونو کتابچې قلمونه او نور وسایل د ښوونځیو په نویو شامل شویو زده کوونکو باندې وویشلې.

ویسا وايي چې د دوي هدف په افغانستان کې د معارف پیاوړتیا ده او په دې لار کې له تیرو څو کالو راهیسې فعال دي، د قلم لار ټولنه په لرې پرتو سیمو او کلیو کې د ځوانانو د مطالعې لپاره کتابتونونه هم جوړوي، دغه ټولنه د کتابتونونو لپاره له عامو خلکو او یادو خلکو څخه کتابونه راټولوي.

عطاءالله ویسا په کندوز کې ماشومانو ته د مرستو د ویش پروخت وویل "کوشش کوو چې د هیواد هرې برخې ته ځان ورسوو او ماشومانو ته درسي مواد ورکړو او هدف مو دادی چې په خلکو کې له معارف سره د مرستې روحیه تازه کړو."

Student in Kunduz

ویسا په کندوز او لرې پرتوسیمو کې د معارف په اړه خپل نظر داسې څرګندوي "په ولسوالیو کې لا هم معارف نشته، او د معارف د اوصولو مطابق هلته ښوونځي هم نه دي جوړ شوي او معلم هم نشته."

د زاخیلو دلیسې څو تنه زده کوونکې هم د قلم لار ټولنې له مرستو خوښي څرګندوي چې له بکسو پرته یې ورته د لوبو شیان هم راوړي وو.

د کندوز د معارف ریس رستم خان د قلم لار ټولنې کارونه ستايي او وایي چې باید په کندوز کې خپل فعالیتونه زیات کړي" کندوز کې زده کوونکي جګړو ځپلي دي او د قلم لار د ټولنې د زیاتو مرستو په طمعه یو."

د کندوز ځوانان چې د قلم لار ټولنې سره په تیرو دوه ورځو کې کارونه همغږي کړي دي د دغې ټولنې د کارونو په اړه داسې وايي" ویسا له کندهاره کندوز ته مرسته راوړې، او دده راتګ د کندوز د ځوانانو لپاره ښه پیغام و چې د کندوز ځوانان هم د معارف په اړه هڅه وکړي."

د قلم لار ټولنې له خوا په کندوز کې په داسې حال کې په یو شمیر ښوونځیو کې پر شاګردانو مرستې ویشل کیږي چې تیره ورځ د دغه ولایت د معارف ریس په یوه غونډه کې وویل چې په ولسوالیو کې یو شمیر ښوونځي د جګړو له امله تړل شوي دي.