دماغ څه شي کمزوری کوي

دماغ څه شي کمزوری کوي

د انسان په وجود کې ذهن تر ټولو مهمه برخه ده. د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندي ځیني مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي.

۱ – د سهار چای نه څیښل: هغه خلګ چې د سهار چای نه څیښي په بدن کې یې د شکر اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه وررسېږي او دماغ کمزوری کېږي.

۲ – زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.

۳ – د سګړټو سکول: د سکړټو او نورو نشه ایی مواد استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هیریدو بیماري پیدا کوي.

۴ – د شکر زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کې یې دماغي رشد سوکه کېږي.

۵ – ککړه هوا : د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسیجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چې دماغ په کافي اندازه اکسیجن تر لاسه نکړي. په همدغه دلیل د دماغ موثرتیا راکمېږي.

۶ – د خوب نه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي چې استراحت وکړي او د اوږدې مودې دپاره د خوب نه کول د دې باعث کېږي چې د دماغ هجرې مړې سي.

۷ – د خوب پرمهال د سرپټول: کله چې د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي نو په دماغ کې د اکسیجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چې پر دماغ باندي سخت تاثیرات اچوي.

۸ – د مریضۍ پرمهال د دماغ نه کار اخیستل: د ناجوړۍ پرمهال د دماغ نه کار اخیستل یعنی مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل د دماغ په موثروالي کې کموالی راولي.

۹ – د هڅونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅونکي فکرونه په ذهن کې ولري ترڅو ذهن تربیه کړي. ددغو هڅونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي.

۱۰ – لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کې مرسته کوي.