د چمن دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شوه _ پاکستاني چارواکي

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي چې له دې وروسته به د تورخم پولې له لارې د سوداګرۍ راکړه ورکړه د بیروبار کمولو په موخه ودرول شي.

محمد صدیق نن جمعه (زمری۳۱/اګسټ٢١) په یو ټویټ کې ویلي چې د تورخم سوداګریزې راکړې ورکړې به د غلام خان، انګور اډې او خرلاچي پولو له لارې به ترسره شي.

د روانې زمري میاشتې په نهمه نېټه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ، ډیورند فرضي کرښې ته نیږدې نښتې وشوې چې په پایله کې یې د چمن پوله د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

خو ښاغلي صدیق نن ویلي چې: "د چمن پوله نن د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده."

ډیورند فرضي کرښې ته نیږدې له دې مخکې هم نښتې شوي خو د دا ښايي کمسارې وه چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې افغان وسله والو ځواکونو، د ډیورند فرضي کرښې ته نیږدې په کندهار، پکتیا او ننګرهار کې نظامي تمرینونه ترسره کړل.

د رپوټونو پر بنسټ افغان چارواکو ویلي چې دا تمرینونه "د افغانستان ملګرو او دوښمنانو ته پیام لري."

که څه هم افغانستان ته د پاکستان ځانګړي استازي په ننني پیغام کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حلولو لپاره اشاره شوې خو د رپوټونو پر اساس د افغان سوداګرو راکړې ورکړې په برخې کې تر ډېره ستونزې لیدل شوي٠