کارپوهان: چین د افغانستان په خاطر پاکستان نه خفه کوي

چین د افغانستان د سولې په څلور اړخیزه غونډو کې فعاله ونډه لري

چین د افغانستان د حکومت سره د اویا میلیونه ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو ژمنه کړې او همدارنګه یې د پاکستان، تاجکستان، افغانستان او چین تر منځ د یوه امنیتي بلاک د جوړیدو غوښتنه کړیده. د چین چارواکي وایي دا کار یې د خپل هیواد د ملي امنیت د ګټو په خاطر کړی.

چین په افغانستان او سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش د فعالیتونو په هکله اندیښنه لري ، ځکه چین وایي که چیرته دغه ډله په سیمه کې یو څه قوت پیدا کړي، د دغه هیواد په لویدیځ کې د یاغي ډلو سره به لاس یو کړي او دننه په چین کې به سرخوږی جوړ کړي.

د چین د پوځ لوی درستیز جنرال فانګ فانګوي تیره میاشت کابل ته د خپل رسمي سفر پر وخت د افغانستان د چارواکو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان تر منځ دې ګډ امنیتي بلاک جوړ شي.

د دغه امنیتي بلاک د اهدافو ټول جزیات تر اوسه ندي په ډاګه شوي خو د چین اندیښنه د سینکیانګ په سیمه کې د اویغور یاغیانو په برخه کې ده. داسې ویل کیږي چې ددې ډلې ځیني غړي د چین په ګاونډیو هیوادونو کې پټ دي او یوه ورځ به د چین لپاره د غټ سرخوږي د پیدا کیدو سبب شي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د جنوبي آسیا د هیوادونو د چارو مبصر کالن کوکمن د چین او امریکا تر منځ اختلافات مني خو زیاتوي چې د افغانستان او جنوبي آسیا په هیوادونو کې د چین همکاري تشویقوي " څرګند نده چې چین به پدې بلاک کې څه ډول همکاري وکړي خو متحده ایالات د دې طرفداره دی چې چین د افغانستان د امنیت په برخې کې همکارۍ ته راودانګي. "

" د امریکا حکومت د چین د هغو پانګه اچونو سره موافقه لري چې د افغانستان د حکومت او اقتصاد ملاتړ پرې کیږي. امریکا غواړي چې نه یوازې چین بلکه د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې هم د دغه هیواد سره خپل د همکارۍ نقش ادا وکړي. "

د سولې په پروسې کې د چین همکاري:

ښاغلی کوکمن وړاندې وایي چې د سیمې د هیوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله د چین اندیښنې ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دي او همدا وجه ده چې دغه هیواد د افغانستان او طالبانو تر منځ د سولې په څلور اړخیزو خبرو کې هم فعاله ونډه درلوده.

خو آیا د دغې ګډې همکارۍ له برکته به پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې ریښتیني نقش ادا کړي که نه. کوکمن دا مني چې چین په پاکستان زیات اثر او رسوخ لري خو البته دغه هیواد به هیڅکله په پاکستان دومره زیات فشار رانه وړي چې د هغوي خوا پرې بده شي او یا یې د کولو وس ونلري.

دغه کارپوه همدارنګه وایي چې د امنیتي بلاک په راتګ سره به پاکستان د طالبانو په برخه کې خپل دریز بدل نکړي او د هغوي په قول د ښو او بدو طالبانو مسله به همداسې روانه وي ځکه چې " پاکستان په اصطلاح ښه طالبان د خپلو ملي ګټو ساتونکي ګڼي. "

"چین پاکستان همکارۍ کولو ته یو څه هڅولی دی خو البته دغه کار ډیر جدي نه و. پاکستان اوس د سولې په خبرو کې د مځنګړتوب نقش ادا کوي خو په طالبانو د اندازې نه د زیات فشار راوړلو کوښښ نکوي. "

امریکایي کارپوه کالن کوکمن د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو په هکله هم چندانې خوشبین نه ښکاري ځکه هغه وایي چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دې او له بلې خوا طالبان د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان کوي.

کولمن وایي " د افغانستان په حکومت کې هم ځیني کسان شته دي چې د سولې په خبرو کې خنډونه پیدا کوي او نه پریږدي چې دغه پروسه پر مخ ولاړه شي. د هغه پر وینا تر څو چې په خبرو کې د یو بل د شرطونو د منلو لپاره نرمښت ونه ښودل شي، د سولې خبرې به هم پر مخ ولاړې نشي.

" د پروسې د پیل کیدو لپاره هلې ځلې شویدي، خو د خبرو لپاره ښکاره اجنډا نده جوړه شوې. پدې هم خبرې ندي شوي چې تر کومه حده د یو بل شرطونه منل کیدلی شي او څومره رعایت کیدلی شي. که چیرته یو شمیر جدي پوښتنو ته ځواب ونه موندل شي، د سولې په مخکې پراته خنډونه نشي له منځه تللی."

په همدې حال کې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر وایي په پاکستان د چین اثر او رسوخ ښکاره دی خو چین به هیڅکله هم پاکستان د افغانستان په خاطر خفه نکړي.

ښاغلی سعیدي پدې باور دی چې تر هغه وخته چې پاکستان پدې قناعت نه وي کړی چې په افغانستان کې ناامني د هغوي په زیان ده، د افغانستان سره به د زړه د اخلاصه همکاري ونکړي.

چین د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز په پروژې کې 46 میلیارده ډالر پانګه اچولې او همدا وجه ده چې د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي ساتلو لپاره به هم په سیمه کې د ثبات د راتګ لپاره هلې ځلې کوي او د کارپوهانو په باور دغه کار ښایي چې د چین په لاس پاکستان هم په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې همکارۍ ته وهڅوي.