د کرېکټ د نړیوال جام تر پیلېدو مخکې د هند بله ماتې

اسټرالیا په ۴۹ اورونو کې ۳۷۱ منډې وکړې چې ترلاسه کول یې هند ته ستونزمن وو.

د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په لومړنۍ تمریني لوبې کې، اسټرالیا هند ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د اسټرالیا په ایډلېډ لوبغالي کې وشوه. کوربنې لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۴۹ اورونو کې ۳۷۱ منډې وکړې.

د اسټرالیا په ټیم کې دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر او مکسویل سلیزې وکړې.

د هند تېز توپ اچوونکي محمد شامي درې، یادوا او شرما دوه دوه، بېني او پټیل یو یو اسټرالیايي لوبغاړي وسوځول.

د اسټرالیا تېزې توپ اچونې ته په کتو داسې انګېرل کېده چې ښايي هند دغه هدف پوره نکړی شي چې هماغسې وشول.

د هند د سر لومړنی لوبغاړی روهېت شرما په اتو منډو ژر وسوځېد.

ډایوان، رېهانې او ادوو تر پنځوسو ډېرې منډې وکړې، خو د هند نور منډه جوړوونکي ډېر و نه ځلېدل.

د هند ټوله لوبډله په ۴۶ اور کې په ۲۶۵ منډو وسوځېدله او اسټرالیا دغه تمرینې لوبه په ۱۰۶ منډو وکټله او د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام د ورلډ کپ سفر په لویې بریا پیل کړ.

هند خپله دویمه تمریني د سه شنبې په ورځ د افغانستان سره کوي، دا تر نړیوال جام مخکې د افغانستان لومړنۍ تمریني لوبه ده، چې پر سپورټي چاینلونو هم ښودل کېږي.