روسیې نن یو ورځنی ملي ماتم نیولی

روسیې د یکشنبې (نومبر۱\عقرب ۱۰) د هغو ۲۱۷ مساپرو او اوه تنو عملې د مړینې په خاطر د ملي ماتم ورځ نیولې چې د شنبې په ورځ یی الوتکه د مصر په سینا ټاپووزمه کې راولوېده.

د روسیې د بیړنیو چارو وزارت وایي د پلټنو دپاره د روسیې سل کسیزه ډله نن د سنای سیمې ته لیږل شوې، خو د لویدو علت یی لاهم ندې څرګند شوې.

پدې الوتکه کې تقریبآ ټول مساپر روسي سیلانیان و چې د مصر د شرم الشیخ سیاحتي ښار نه بیرته سنت پیترزبرګ ته ستنیدل. په مړه شوو کې دری اوکرايني اتباع او یو د بیلاروس تبع هم شامل وو.

د سنت پیترزبرګ ښاریوه اوسیدونکې لیوبوا وایي دا پیښه دردونکی ده او همدومره کولی شي چې ټولو هغو ملګرو او خپلوانو ته یی د زړه صبر وغواړي چې خپل اولادونه، زامن، میندې، او میرمنې یی په یوه شیبه کې د لاسه ورکړي.

تراوسه، څه ناڅه ۱۲۹ مړي موندل شوي او قاهرې ته وړل شوي دي. یوبل شخص چې د کورنۍ دوه غړي یی په همدې الوتکه کې مړه شوي وایي تراوسه معلومات نلري خو عدلي ډاکټرانو ته په تمه دی چې د معاینې لپاره د خپلوانو د DNA نمونې واخلي.

مسولین پدې هیله دي چې د الوتکې موندل شوی توربکس چې د پیلوټانو ترمنځ د مخابرو په شمول د پرواز ټولې شیبې پکې ثبت کیږي، د موندل شوو ټوټو سره یوځای د الوتکې د سقوط په علت معلوملو کې کمک وکړي.

دا ایربس ای ـ ۳۲۱ ډوله الوتکه د میتروجټ په نوم د یو وړوکي هوایي شرکت لخوا چارتر یا کرایه شوې وه او ۲۳ دقیقې وروسته ترهغې چې د شرم الشیخ نه یی پرواز کړې و، د شنبې په گهیځ د رادار نه ورکه شوه. د روسیې د پلټنې د کمیټې غړي ویکتور بیلاڅکي رسنیو ته ویلي چې د اړوند سیاحتي شرکت سره هم اوس څیړونکي په خبرو بوخت دي او ځنې تحقیقات یي کړي او ترڅنګ یی ځنې معلومات او اړوند موارد هم ترلاسه شوي دي.

د مصر د ملکي هوایي چلند رېیس حسام کمال وایي د پرواز مخکې مصونیتي معاینو کې کومه ستونزه نه وه لیدل شوې، او وایي الوتکې د ورکیدو مخکې پیلوټ هم د کومې ستونزې په اړه د کمک غوښتنه نه ده کړې:

په مصر کې د داعش د ډلې څانګې ددی الوتکې د ویشتلو مسولیت اخستې. خو د هوایي چلند او نظامي چارو څیړونکي وایي دا نا ممکنه ده، ځکه تردی مخکې چې سقوط وکړي، الوتکې په ۹۱۰۰ مترو کې مشکل پیدا کړې او داعش داسی توغندي نه لري چې په دومره پورته واټن کې هدف وولي.

اوس دوه لویو اروپایي هوایي شرکتونو، ایرفرانس او لوفتانزا ویلي دوﺉ به د خپل خوندیتوب لپاره په هغه سیمه پروازونه بند کړي چې دا پیښه پکې شوې.