د برېښنا پایو نړېدو سره افغانستان هره ګړۍ ۲،۷ میلیونه افغانۍ تاوان کوي

د افغانستان برېښنا تخریب شوې پایه

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د برېښنا لېږد ۳۰ ستنې نړول شوي چې پر رغولو یې تر اوسه د شاوخوا ۹۵۲ زره امریکا ډالرو لګښت راغلی دی.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د ستنو نړېدو وروسته د وارداتي برېښنا د ضایع کېدو له امله افغانستان هره ګړۍ (۶۰ دقیقې) ۲،۷ میلیونه افغانۍ زیان کوي.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن یکشنبه جون۲۰ (غبرګولی۳۰) امریکا غږ ته وویل: "له دې کبله چې ځینې ستنې په غرنۍ سیمو کې دي موږ اړ یو چې اول ورته سړک جوړ کړو او وروسته هلته لاسرسی ومومو. نو دا چاره زموږ وخت نور هم ضایع کوي."

ښاغلي نیازي زیاته کړه چې د وارداتي برېښنا د ستنو نړېدو سره اړ دي چې په کورني تولیداتو بسنه وکړي خو دې ته اړ کیږي چې برېښنا پارچاو او د مهالوېش پر بنسټ یې خلکو باندې وویشي.

د برېښنا شرکت د افغانستان د امیني بنسټونو نه غوښتنه کوي چې د برېښنا ستنو د ساتلو په برخه کې ورسره همکاري ډېره کړي.

د عامه شتمنیو نړول په ځانګړې توګه د برېښنا ستنو د نړولو پېښې له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې ډېرې شوي دي.

تېره ورځ په سمنګان او له هغه مخکې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې درې ستنې ونړول شوې.

افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه برېښنا له بهره واردوي چې هر کال د نږدې ۲۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت لګښت پرې راځي.

په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې ملیارډونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم دغه هېواد یوازې د برېښنا په برخې کې په ځان بسیا نشو.