'له افغانستان څخه عربستان ته صادرات زیات شوي'

له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو انځور

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، دغه هیواد ته له افغانستان څخه صادراتو کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

افغان سفارت پرون دوشنبه مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) ویلي چې د کرونا وبا د محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.

د افغانستان سفارت په بیان کې راغلي: "د سعودي عربستان د رسمي احصائیې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان سعودي عربستان ته د ۱۳٫۲۸ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۲۸٫۵۶ ملیونه ډالرو ته وخته."

د معلوماتو په اساس په صادر شوو توکو کې د افغانستان زعفرانو، وچې مېوې او قالینو ډېره ونډه درلوده چې د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته صادر شوي دي.

د افغان چارواکو په وینا سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو د پلان له مخې د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۴۲٫۵ ملیونه ډالرو اټکل شوی دی.

یاد سفارت ویلي چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په پام به د سوداګریزې پراختیا دغه بهیر جاري او د چټکتیا هڅې به یې روانې وساتل شي.

تر دې مخکې هم افغان چارواکو، هند، ترکیې او یو شمېر اروپايي هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی و.