پخوانی معتاد اوس نورو معتادینو ته هنر ښيي

Your browser doesn’t support HTML5

خطاط او انځورګر احمدشاه جاغوري چې پخوا په الکولو روږدی وو، څو کاله کیږي چې الکول یې پرېښې دي، او اوس نورو معتادینو ته هنر ور زده کوي.
خطاط او انځورګر احمدشاه جاغوري چې پخوا په الکولو روږدی وو، څو کاله کیږي چې الکول یې پرېښې دي، او اوس نورو معتادینو ته هنر ور زده کوي.

جاغوري وايي له ماشومتوبه یې د خطاطۍ او انځورګرۍ له هنر سره مینه درلوده او له کومې ورځې چې یې الکول پرېښي دي په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې نورو معتادینو ته دا هنر ور زده کوي.

هغه وايي "ما شراب څښل، تل به د شرابو په نشه کې ډوب وم دا د شاوخوا پنځلسو کلونو مخکې خبره ده، له هغې ورځې چې پرېښي مې دي بیا مې حتی څکه هم نه ده په کړې".

نوموړی وایي چې معتادین ددې ټولنې تر ټولو محروم او بیوزله قشر دی او له دوی سره د مرستې لپاره غواړي خپل پاتې ژوند د دوی په خدمت کې تیر کړي.