د ټاکنو کمیسیون: تقلبي رایې د ټیکنالوژۍ له لارې پیژندلی شو

د ټاکنو کمیسیون وايي چې ۹،۶ میلیونو کسانو رایې ورکونې ته نوملیکنه کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تقلبي رایې به د کمیسیون دیټابیس (سرور) سره نښلول شوې اپلیکیشن په مرسته وپیژندل شي.

د یاد کمیسیون کمیشنر حنیف دانشیار پرون چهارشنبه (د تلې څلورمه) وویل چې په ټاکنیزو مرکزونو کې ټولې کارول شوې رایې د بایومټریک دستګاه په مرسته پیژندل کیږي او د تکراري رایو مخه به ونیول شي.

هغه زیاته کړه: "دا ځل مو چې کوم اپلیکیشن جوړ کړی، ټولې مرحلې بې له ستونزو کار وکړ، د ګوتې تکراري نښان، څېره او د پېژند پاڼې ستیکر یې وپیژنده. یعنې ټولې هغه چارې چې د تقلب لپاره موږ احساس کولې هغوی یې تشخیص کړې."

د ښاغلي دانشیار په وینا د دغه اپلیکیشن چارې د (دارملوګ-ک) په نامه یوې جرمنۍ کمپنۍ د ټاکنو کمیسیون ته برابري کړي دي.

له دې سره د کمیسیون دې کړنلارې پر اساس هغه رایې چې په بایومټریک کې ثبتې شوې نه وي باطلې دي.

ښاغلي دانشیار زیاته کړه: "موږ رایې ته تعریف لرو، دا ځل رایه هغه رایه ده چې یو شخص په فزیکي ډول د رایې اچونې مرکز ته ځي، بایومتریک شي، د رایه ورکوونکو په لیست کې شامل وي او بې له بایومتریک نه رایه نه حسابیږي."

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایه ورکونې له بهیر او په مرکزونو کې د رایو ارقامو لپاره د عاجلو معلوماتو لپاره ویب سایټ جوړ کړی چې ټول ټاکنیز ټیمونه له دې لارې معلومات ترلاسه کولی شي.

ښاغلي دانشیار وویل چې ټول معلومات د بایومتریک وروسته سرور او له هغه وروسته به دغه ویب سایټ کې د لاسرسي وړ وي.

هغه زیاته کړه: "هر ټاکنیز ټیکټ، سایټ ته لاسرسی لري، موږ یو کوډ ورکوو چې هغه د رایو په اړه اوراق چې له ټاکنیزو مرکزونو ترلاسه کوي یا د رایه ورکوونکو بایمومټریکي امار پیدا کوي په یوه وخت کې موږ او انتخاباتي ټیکټونه یوځای معلومات ترلاسه کوو."

دا کړنلاره په داسې حال کې ګټې اخیستلو ته چمتو شوې ده چې په ټاکڼو کې د روڼوالي بنسټونه لا هم د ټاکنو شفافیت په اړه اندېښنه لري.

په پام کې ده چې تر دوو ورځو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وشي. د ټاکنو کمیسیون وايي چې ۹،۶ میلیونو کسانو رایې ورکونې ته نوملیکنه کړې ده.