د جنرال رازق ژوند په انځورونو کې

جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ کال کې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې زېږېدلی و.

رازق خپله لومړۍ رسمي دنده د حامد کرزي په دوره کې د سرحدي پولیسو د مشر په توګه پیل کړې وه. په قوم اڅکزي جنرال رازق په کندهار او شاوخوا سیمې کې پراخ قومي او امنیتي نفوذ درلود.

رازق راز د طالب جنګیالیو سرسخته دښمن ګڼل کیده. هغه تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې آن د طالب اسیرانو د وژلو  امر کړی و. طالبانو پخوا هم ډیر ځلي د رازق د وژلو اقدام کړی و.

پر جنرال رازق د بشري حقونو د سرغړونې پراخ تورونه هم لګول شوي دي. هغه پدې تور و چې شخصي زندانونه یې لرل. خو جنرال رازق پدې توانیدلی و چې د افغانستان یوه ډیر ناامنه سیمه، کندهار او شاوخوا سیمې، کې نسبي امنیت ټینګ کړي.

په قوم اڅکزي جنرال رازق په کندهار او شاوخوا سیمې کې پراخ قومي او امنیتي نفوذ درلود.

جنرال رازق پدې توانیدلی و چې د افغانستان یوه ډیر ناامنه سیمه، کندهار او شاوخوا سیمې، کې نسبي امنیت ټینګ کړي.

جنرال رازق د کندهار د پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد تر وژل کیدو ورسته د هغه ځاې ناستي په توګه وټاکل شو.

د اکتوبر په ۱۶مه د جنرال رازق تر قوماندې لاندې سرتیرو او پاکستاني سرتیرو تر منځ د پولې پر سر جګړه شوې وه.

جنرال رازق پدې توانیدلی و چې د افغانستان یوه ډیر ناامنه سیمه، کندهار او شاوخوا سیمې، کې نسبي امنیت ټینګ کړي.

جنرال رازق پاکستانیانو ته اخطار ورکړی و چې په دې پوله دې اغزن تار نه تیروي.

جنرال رازق د پاکستان ضد په څرګندونو او کړنو مشهوره و. هغه د پاکستان پوځ د افغانستان دښمن باله.

۳۹  کلن و چې  (د اکتوبر۱۸) په کندهار  ښار کې په یوې امنیتي پېښې کې ووژل شو.

له نوموړي درې مېرمنې او ۱۳ ماشومان پاتې دي.