گریگوري هیوگر: پرمختیایي چارې د افغانستان په ثبات کې مهم نقش لري

گریگوري هیوگر، دافغانستان او پاکستان لپاره د یوایس ایډ مرستیال، د چارشنبې ورځ د ٢٠١٧ م کال ډیسمبر شپږمه د امریکا غږ سټوډیو کې

گریگوري هیوگر، دافغانستان او پاکستان لپاره د یوایس ایډ مرستیال د امریکا غږ له خبریال نسیم ستانیزی سره په مرکه کې وویل ملت رغونه دافغانانو کار دی، نه دامریکا په وسه پوره ده اونه ېې مسوولیت دی.

له ښاغلي هېوگر سره په دې مرکه کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنوبی آسیا یا افغانستان لپاره د نوې تگلارې پر اهدافو تمرکز شویدی. په دغه نوې تگلاره کې افغانستان، پاکستان او هند هم شامل دي.

هېوگر په مرکه کې داتوضیح کوي چې ددې نوې تگلارې په رڼا کې، د یوایس ایډ ادارې پرمختیايي هڅې دنوې تگلارې په بریا او افغانستان په ثبات کې څه ډول ونډه لرلی شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د یوایس ایډ د مرستیال گریگوري هیوگر مرکه

نسیم ستانیزی: راځه چې د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتیژۍ ېې پېل کړو. ښاغلی هیوگر دولسمشرډانلډ ټرمپ د جنوبي آسیا یاافغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې دیواس ایډ اداره دکومو اهدافو دترسره کولو لپاره په افغانستان کې کار کوي. یوایس ایډ به پکې د بري لپاره څه ډول نقش ولري.

گریگوري هیوگر،دافغانستان او پاکستان لپاره د یوایس ایډ مرستیال:

"..زه د ایو ایس ایډ په اداره کې د حکومت د یومامور په توگه دری میاشتی مخکې وټاکل شوم. ډیر نیکمرغه یم چې په دې وخت کې امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره یوه ستراتیژي لري. فکر کوم دا ډیره مهمه ده. د جنو بي آسیا په ستراتیژۍ کې افغانستان، پاکستان، او هند هم شامل دي. پاکستان ا و افغانستان هریو خپلې ستونزې او جنجالونه لري. که داسی نه وای نو زه به هلته دیو سیلاني او یا یو سوداگر په توگه وای.

د ولسمشر ټرمپ د جنوبی اسیا ستراتیژي له افغانستان سره داسی مرسته کوی چی سوکاله هېواد واوسي او دومره ثبات ولري په هېواد کې دننه بغاوت، او سخت دریځي په خپلو سرحدونو کې دننه اداره کړي. له دې هدف سره ډیر نورشیان اړیکی لري.

نسیم ستانیزی: ښاغلی هیوگر ددغی ستراتیژۍ په رڼا کې د یوایس ایډ لپاره په افغانستان کی په خاصه توگه،کوم مهم شیان مهم دي؟

گریگوري هیوگر، دافغانستان او پاکستان لپاره د یوایس ایډ مرستیال:

".. د امریکا د جنوبی آسیا د ستراتیژۍ په لړ کې د یوایس ایډ ادارې لپاره په افغانستان کې درې مهم شیان د توجه وړ دي. او درې شیان د پاکستان لپاره ورکړل شویدی؛ دا د پښتنو لپاره دامریکا غږ دی. د یواس ایډ په پروگرامونو کې د سرحد دواړو خواو پښتنو ته ډیره ټېنگه پاملرنه شوېده. زموږپه پروگرامونو کې د ډیورینډ د کرښې دواړو خواوپښتنو ته ډیر زیات اهمیت ورکړل شویدی. دافغانستان لپاره زموږ دهڅو په لړ کې پهدری مهمو ا ومرکزی ټکیو ملکي هڅو، نظامي هڅو تمرکز کیږي او دریم داچې متحد ایا لات په افغانستان کې ددې هڅو دنتایجو ملاتړوکړي.

نسیم ستانېزی: ښاغلی هیوگر په افغانستان کې دنوې ستراتیژۍ په رڼا کې د یواېس ایډ مرکزي اهداف کوم دي؟.

گریگوري هیوگر، دافغانستان او پاکستان لپاره د یوایس ایډ مرستیال:

".. د یوایس ایډ ادارې اول هدف دادی چی لهافغانستان سره په دې کې مرسته وکړي چی ددې هېواد په ټولنیزو څانگو کې د تیرو ١٦ کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتي. په دې کې روغتیا ، ښوونه اوروزنه او د ښځو پیاوړي کول شامل دي.

دویمه موخه داده چی د افغانستان د حکومت او اتباعو ترمنځ یوه پیاړې اړیکه پېدا شي. او هغه په درې څېرونو سرته رسېدلی شی. اول د یوایس ایډ اداره د حکومت ملاتړکوی چی ښه خدمات برابرکړي، دویمله حکومت سره مرسته وشي چی د باور وړ انتخابات دایر کړي. او دریم داچی له حکومت سره مرسته وشی چې اداري فساد په کافي اندازه کم کړي.

دریم مرکزي ټکی او هدف دادې چې د جنوبی آسیا په ستراتیژۍ کې په افغانستان کې د شخصی سکتور په مخکښتوب داقتصادي انکشاف او پرمختگ سره مرسته وشی. په دې کې ډیر زیات ټینگارپه سیمه کې په صادراتو وشي خو یوازې په سیمه کې په صادراتو پورې منحصر ندي.

دافغانستان صادرات هند، دخلیج هېوادونو، پاکستان او مرکزي اسیاته مناسب او ممکن دي، او همدارنگه نورو مارکیټونو ته هم امکان لري. نو ځواب دادی چی دامریکا د حکومت په دې ستراتیژۍ کې د یوایس ایډ لپاره دا درې مهم وظایف په مخکې دي چی د افغانستان له حکومت سره ېې په شریکه سرته ورسوي، په دې کې به داقتصاد شخصی سکتور، دافغانستان خلکو مرسته وکړي چی د جنوبي آسیا ستراتیژي عملي شي.

نسیم ستانزی: ولسمشرډانلډ ټرمپ داهم وویل چی امریکا نور د ملت رغونې کار نه کوي. د حکومت له خوانه ددغه راز احساس د متحدو ایالاتو د نړۍ وال انکشاف ادارې یا یوایس ایډ باندی او ستاسی د کار پر څرنگوالی باندې چی په افغانستان کې څه ډول اغېزې لري؟

گریگوري هیوگر، دافغانستان او پاکستان لپاره د یوایس ایډ مرستیال:

"..داډیر مهم ټکی دی او زه فکر کوم چی داهغه درس دی چی موږپه افغانستان کېد تیرې یوې لسیزې دکار په ترڅ کېاخیستی دی، نه یوازې په افغانستان کې بلکه په نوروډیروهېوادونو کې هم له خپلو تجربونه دادرس اخیستی دی چی ملت رغونه او جوړونه نه زموږ په وسه کې ده او نه زموږ مسوولیت دی چی بل هېواد اوملت جوړ کړو. نو دانه زموږ په قدرت کې ده او نه زموږ مسوولیت د ی چی افغان ملت جوړکړو. دادافغانانو مسوولیت دی .

داخبره د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوانه هم په ډېر وضاحت شوېده. څو اونۍمخکې چې په کابل کې د معتبرو چارو اکیو یو مجلس وشو هلته ښاغلي عبدالله داخبره وکړله.

زموږ وظیفه او زموږ لپاره فرصت په دې کې دی چې له افغانانو سره مرسته وکړو چې خپل ملت ورغوي. دا دافغانانو له خوانه د سیاسي ارادې او ټینگار غوښتنه کوي. نو په دې توگه موږله افغانانو سره دومره مرسته کولی شو څومره چی دوی غواړي او دې ته لیوال وي چی له یوشمیر ستونزو سره مقابله وکړي. زموږ لپاره دا معقوله ده چی دهغو شیانو ملاتړوکړو چې د افغانستان حکومت ېې غواړي، شخصي سکتورېې غواړي. مدنی ټولنې هغو ته متعهدې او په دې باوروي چې داکارونه ددوی دهېواد او ټولنې لپاره گټور دي.

نو کله چې افغانان دغه ډول تعهد، باور او تمرکز سره د خپل ملت په رغونه کار وکړي نو داکار به وشی. زموږ وظیفه په دې کې له هغوی سرهمرسته ده، څو دغه کار په ښه توگه او ژر ترسره شي.