د ګوانتنامو نه بندیان نورو هیوادونو ته لیږل کیږي

د باادها په شمول، شاوخوا ۳۷ تنه بندیان په هغه لست کې شامل شوي چې دریم هیواد ته باید انتقال شي.

د امریکا نظامي چارواکو خپل کانګرس ته خبر ورکړې چې دوی غواړي په کیوبا کې د سمندري ځواکونو د مرکز او د مشکوکو ترهګرو د محبس ګوانتانامو نه څه ناڅه دولس تنه بندیان بل ځای ته انتقال کړي.

چارواکو چې د هویت د نه ذکر کولو په شرط یي رسنیو سره خبرې کړي، وایي لږترلږه دوه هیوادونو د بندیانو اخستل منلي.

پدې بندیانو کې یو تن د یمن ۳۷ کلن طارق با ادها نومیږي چې د ۲۰۰۷ کال راهیسې د نه خوراک اعتراض یي کړې او جبري خوراک پری کیدو. د هغې د بدن وزن اوس یوازی ۳۳ کیلوګرامه دی، چې ښکاري نیم په نیم یي خپل وزن کم کړې.

باادها یو له هغو ۹۱ بندیانو دی چې په ګوانتانامو کې ساتل شوي. دا زندان د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې پدې نیت پرانستل شو چې په أفغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې مشکوک نیول شوي ترهګر پکې وساتل شي.

د باادها په شمول، شاوخوا ۳۷ تنه بندیان په هغه لست کې شامل شوي چې دریم هیواد ته باید انتقال شي.

ددی بندیانو لمړنی لیږد به په راتلونکو څو ورځو کې وشي او ورپسې به د ټولو بندیانو لیږد په لنډو اونیو کې دوام پیدا کړي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې تراوسه د ګوانتانامو د زندان نه تر ۸۵٪ ډیر بندیان نورو هیوادونو ته لیږل شوي دي. د استخباراتي راپورنو پر أساس د جمهور رېیس أوباما د حکومت په دوره کې د ګوانتانامو د زندان نه خوشی شویو بندیانو نه، یوازی پنځه سلنه یي بیرته ترهګرۍ ته مخه کړې ده.

د ګوانتانامو زندان د متحده ایالاتو دننه او بهر د بشري حقونو د سرغړونو او د بندیانو د محاکمې پرته په نامعلومه توګه اوږدمهاله ساتنې له امله تر سختو نیوکو لاندې دی. جمهور رېیس بارک أوباما د ولسمشرۍ د لمړنۍ ورځې داسی ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان به تړي، خو کانګرس د هغې د هڅو مخالفت کړې.