د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د رئیس په کور برید شوی

په کابل کې کله کله تروریستي او جنايي ګروپونه د لاسي بمونو بریدونه هم ترسره کوي.

د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې ناپيژاندو وسله والو تېره شپه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر عبدالعزیز اریايي په کور دوه لاسي بمونه غورځولي، خو ښاغلي اریایي او کورنۍ غړو ته په دې برید کې زیان نه دی رسیدلی.

د کابل امنیه قومندانۍ د خپرونو رئيس بصیر مجاهد له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې تېره شپه ( د میزان په ۱۵ مه) یوه بجه ناپیژاندو وسله والو د کابل ښار د درېیمه امنیتي حوزې د کارته سه په سیمه کې د ښاغلي اریايي د هستوګنې په کور لاسي بمونه غورځولي دي خو چاته پکې زیان ندی رسېدلی.

ښاغلي مجاهد وویل" له مخکې نه د ښاغلي اریايي د کور د امنیت لپاره ۱۷ کسیز امنیتي ټیم ګمارل شوی وو".
هغه وویل، د دې پیښې په اړه پلټنې رواني دي.

تراوسه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر په کور د برید انګیزه لا معلومه نده، خو پولیس وايي، چې له پلټنو وروسته به له رسنیو سره ددې پېښې د څرنګوالي او لاملونه شریک شي.

د ښاغلي اریايي په کور د لاسي بمونو دا برید پداسې حال کې کیږي، چې خپله اریايي تېره اوونۍ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یو شمېر کاندیدانو د ټاکنیزو کمپاینونو په مهال یو لړ سرغړونې کړي او ښايي نومونه یې له وروستي لست وویستل شي.
هڅه مو وکړه، چې د دې پیښې په اړه د ښاغلي اریايي نظر ترلاسه کړو، خو بر یالي نشو.


د ولسي جرګې ټاکنو ته تیاري

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د یکشنې په ورځ ( د میزان په ۱۵مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۲۲ زره بایومیټریکه پایې له ټولو ملحقاتو سره کمیسیون ته سپارل شوي دي.

ښاغلي هاشمي وویل چې همدا نن ددغو بایومیټریکه دستګاوو لیږد غور، نورستان، بدخشان، پکتیکا، ارزګان او فاریاب ولایتونو ته پيل شو.

هغه وویل "له نیکه مرغه حساس او غیری حساس مواد مو د ټولو ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي او د ۷۴ ولسوالیو ته یې لیږد پيل شوی دی".

د ښاغلي هاشمي په ويناء دا ۷۴ ولسوالۍ ناامنه دي، چې د ځمکې له لارې ورته ټاکنیز مواد نشي استول کیدلی.

په ورته وخت کې ښاغلي هاشمي دا هم وویل چې د بایومیټریک د کارونې لپاره دوه زره کارکوونکي روزل شوي او دا لړۍ به دوام ولري.

د ټاکنو د کمیسیون د مهالویش په اساس د ولسي جرګې ټاکنو ته ایله ۱۳ ورځې پاتې دي.