د اسیا زړه غونډه او د سولې د بهیر د بیا پیل هیله

افغان لوړپوړیو چارواکو په دغه کنفرانس کې د نړیوال تروریزم د ختمولو په خاطر د سمدستې او یو متفق اقدام غږ وکړ.

افغاني او پاکستاني مقاماتو د اسیا زړه له کنفرانس دمخه د نړیوالې ترهگرۍ پر وړاندې د سمدستي او متحد اقدام په غوښتنې د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې یوه غونډه جوړه کړه.

افغان لوړپوړیو چارواکو په دغه کنفرانس کې د نړیوال تروریزم د ختمولو په خاطر د سمدستې او یو متفق اقدام غږ وکړ.

د اسیا زړه کنفرانس، د پاکستان په مري کې د افغان لوړ پوړیو چارواکو او طالب استازو ترمنځ له لومړنۍ مخامخ خبرو څو میاشتې وروسته جوړیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي په دې غونډه کې وویل " د نړۍ او سیمې په بېلابېلو برخو کې د تروریزم او داعش ډلې فعالیتونه موږ ته ښيي چې نن بشریت له څومره جدي ستونزې مخامخ دی او ضروري ده چې باید د دغې بدي پدېدې پر ضد یو موټي او ودریږو. "

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به د انرژۍ، زیربنايي چارو او پانګونې په اړه هم خبرې وشي او په دغو برخو کې به له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه شي. خو داسې ښکاري چې د طالب اورپکو مخ په زیاتېدونکي بریدونه د دغو پرمختګونو په مخ کې خنډ شي.

امریکا هیله لري چې پاکستان به د سولې د لوړې کچې د خبرو په پیلولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انتوني بلنکن د رویټرز خبري اژانس ته وویل "پاکستان رښتیا هم پر افغان طالبانو اغیز او نفوذ لري، موږ هیله مند یو چې پاکستان د خپل دغه نفوذ په کارولو سره طالبان وهڅوي چې د بیا پخلاینې په مذاکراتو کې ورګډ شي."

خو، پاکستان وايي پر هغو وسله والو طالبانو نفوذ نلري چې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جنګیږي چې د لویدیځ له ملاتړه برخمن د کابل حکومت ړنګ کړي.

نا اعلان شوی جنګ

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کنفرانس کې برخه واخلي.

د کابل اسلام اباد اړیکې د سیمې د ثبات لپاره ډېرې مهمې بلل کیږي، ولسمشر غني واک ته له رسېدو سمدستې وروسته له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پیل کړې خو په کابل کې یو شمېر چاودنو او بریدونو دغه هڅې په ټپه ودرولې.

کابل اسلام اباد تورنوي چې په افغانستان کې له اورپکو سره مرسته کوي، خو پاکستان یې نه مني.

د دوشنبې په ورځ ولسمشر غني وویل پاکستان او افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په " یوه نا اعلان شوي جنګ" کې ښکیل دي.

خو یو بل مثبت ګام دا دی چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سشما سوارج هم د اسیا زړه په کنفرانس کې برخه اخلي. دا په تېرو دریو کلونو کې پاکستان ته د یو هندي لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

افغانستان د پاکستان او هند د رقابت ډگر شوی دی. پاکستان په افغانستان کې د هند مخ په زیاتېدونکي نفوذ په اړه لویه اندېښنه لري.

هند او ډېر افغان چارواکي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او اورپکۍ ننګه کوي چې له دې لارې پر افغانستان خپل نفوذ وساتي.