د هلمند د کرنې رئيس: نوي ترویج شوي نباتات د کوکنارو ښه بديل دی

په هلمند کې د خرما ونې

د هلمند د کرنې رياست رئيس زلمی الکو وايي په هلمند کې نويو ترويج شويو بوټو ښه پايله لرلې ده او ډېرو نويو ترویج شويو بوټو ددې سيمې د آب و هوا سره توافق ښودلی دی.

زلمي الکو امريکا غږ ته وويل چې د هلمند پراخه آراضي او ددې ولایت وچي او اوبه لرونکي ځمکي ددې سبب شوې چې د کېلې، د انجې طبي بوټی، آلوېرا، ناک، املوک، امروت، خرما او ستروسو وني په دې ولايت کې ښه وده وکړي

د الکو په وينا د امو يوه نرسي يې هم جوړه کړې او ډېر ژر به یې پايله له کروندګرو سره شريکه کړي

هغه زياته کړه چې په راتلونکو کلونو کې به ددغو بوټو د ترويج او تکثير په موخه تجارتي باغونه جوړ کړي چې کروندګرو ته به د کوکناور ډېر ښه بديل شي.

د کرني رياست مسؤلين وايي تېر کال یې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د انجې طبي بوټی چې ډېر لږو اوبو ته اړتيا لري، په ۴۰۰ جريبه ځمکه کې د خصوصي سکتور په همکاری کرلي دي چې تر دې دمه یې مثبتي پايلي درلودلي او د نړيوال بازار په درلودلو سره د کوکنارو ښه بديل ګرځېدلی.

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند د کرنې رئيس: نوي ترویج شوي نباتات د کوکنارو ښه بديل دی

همدارنګه د کرني رياست مسؤلين وايي د خرما بوټي هم په دې ولايت کې ښه حاصل کوي چې ډېرژر به کروندوګرو ته په ۲۵ جريبه ځمکه کې د خرماو بوټي وکرل شي چې تر پنځو کلونو به ۲۰۰ جريبه ځمکې ته وغځول شي.

همدارنګه دغه رياست زياتوي چې په دې ولايت کې یې ځمکه والو ته د کبانو او هيلويو د روزلو عملی زده کړي ورکړي.

د لښکرګاه په تحقیقاتي فارم کې د نورو ترويجي بوټو تر څنګ د کېلې وني په دوهم کال کې په حاصل راغلي.

ددې تحقيقاتي فارم مسؤلين وايي کېله د تاوده اقليم درلودونکي سيمو کې وده کوي چې د هلمند مرکزي او جنوبي سيمي د کېلې د کر دپاره مناسبي دي او د کېلې ونه د ۱۲ مياشتو څخه تر ۱۸ مياشتو پورې په حاصل راځي.

په هلمند کې د نباتاتو د اصلاح متخصص عبدالمنان امیري په وينا هلمند درې ډوله (سوړ، نيمه ګرم او ګرم) اقليم لري چې په کې مختلف نباتات وده کولای شي.