د هرات لرغونې ودانۍ

د هرات لرغونې ودانۍ چې د مصلای هرات په نوم یادیږي

د هرات ښار له هر کونج څخه دغه منارونه په ډیرې اسانۍ لیدل کیدی شي

د ګوهرشاد بیګم مقبره

په دغو منارونو د کورنیو جګړو پرمهال ګنې مرمۍ لګیدلي چې اثار یې اوس هم پاتې دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې دا مهال د هرات له دغو لرغونو ودانیو څخه د پالنې لپاره یواځې درې کسان ګومارل شوي.

دغه منارونو په ښکلې کاشي کارۍ تزئین شوي.

د لرغونو اثارو د حفظ او پالنې اداره وایي چې دا مهال د هرات د منارونو څخه یواځې پنځم منار کوږ شوی او بیړنۍ رغونې ته اړتیا لري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تیرو څو کلونو راهیسې هغه سړک تړلی چې ددغې مصلا له منځ څخه تیریدلو

ځايي خلک اندښینه لري چې دغه منارونه که ونه رغول شي، ډير ژر به له منځه لاړ شي.

یوه ټولنه کولی شي یواځې د لرغونو اثارو په ساتنې او پالنې سره راتلونکي نسل ته تیر تاریخ او فرهنګي هویت وروپیژني

د امیر علي شیر نوایي مقبره

په دغه مقبره کې د ګوهرشاد بیګم تر څنګ د هغې درې زامنو او دوه لورګانو قبرونه هم شته.

د ګوهرشاد بیګم مقبره

د ګوهرشاد بیګم د مقبرې دروازه

د تیموریانو له دورې پاتې د هرات تاریخي میراث

ګوهرشاد بیګم په ژوندوني ددغې مقبرې جوړولو امر ورکړی و

د شاهرخ مرزا د میرمن ګوهرشاد بیګم مقبره

د هرات اوسیدونکي ویره لري چې که دولت د منارونو رغول پیل نه کړي نو ډیر ژر به یې د نړیدلو شاهدان اوسي.

تاریخ پوهان وایي چې د تیموریانو پر وخت ۱۰ منارونه جوړ شوي و چې له ډلې یې اوس یواځې ۵ پاتې دي