هنګري غواړي له مسکو څخه نور ګاز وپیري

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر نن پنجشنبې ۲۱ جولای (چنګاښ ۳۰) له روسیې څخه د نورو ګازو د پېرلو په اړه د خبرو دپاره مسکو ته تللی دی.

هنګري د روسیې نږدې اروپايي ګاونډی هېواد دی او له دې وړاندې یې پر روسیې باندې د بندیزونو پر لګېدلو هم نیوکه کړې وه.

په هنګري کې د فیډیس واکمن ګوند ویلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پیټر سییارتو، مسکو ته تللی او هلته به له روسي چارواکو سره د ۷۰۰ متر مکعب اضافي طبیعي ګازو د پېرلو په اړه خبرې وکړي.

د هنګري چارواکو ویلي، دا له هغو طبیعي ګازو اضافه دي چې په دوامدار ډول له روسیې څخه هنګري ته صادریږي او دا د هغو ګازو ۶.۷ سلنه جوړوي چې په کال ۲۰۲۰ کې هنګري مصرف کړي وو.

تمه کیږي چې د هنګري د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال او د صدراعظم له مرستیالانو سره وګوري.

د هنګري صدراعظم وکتور اوربان تېره اونۍ د انرژۍ د کمښت ستونزې ته په اشارې، ویلي وو چې اروپا پر روسیې باندې د بندیزونو په لګولو سره ځانته زیان رسولی دی.

د جون په میاشت کې، اروپايي ټولنې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له آمله، له دغه هېواد څخه د نفتو په واردولو باندې بندیزونه ولګول.

اروپايي کمیسیون یوه ورځ وړاندې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو څو میاشتو کې د روسیې پر طبیعي ګازو باندې خپله تکیه ۱۵ سلنه راکمه کړي، ترڅو دا ګاز د ژمي لپاره ذخیره شي او د روسیې له "باج اخیستنې" څخه په امن وي.

هنګري چې تر ډېره د روسیې پر نفتو او ګازو تکیه لري، تیره اونۍ وویل چې د انرژۍ روان بحران دغه هېواد له خطر سره مخامخ کړی دی.

هنګري دا وخت، خپل د اړتیا ۶۵ سلنه نفت او ۸۰ سلنه ګاز له روسیې پیري.