د امریکا په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ برید په انځورونو کې

په ډونالډ ټرمپ داسې مهال ډزې وشوې چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلو پلویانو ته په یوې غونډې کې وینا کوله

د ټرمپ انتخاباتي ټیم ویلي چې مخکنی جمهور رئیس ښه دی او په سر کې ټپي شوی

پولیسو له خلکو غوښتي چې د برید کوونکي په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي

تر اوسه د برید انګیزه نده معلومه او د برید کوونکی په هکله هم څه ندي ویل شوي

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم په یوې اعلامیې کې د پولیسو او قانون د تطبیق ادارو څخه مننه کړې چې په چټکۍ یې عمل کړی.

د سنا په مجلس کې د اوهایو ایالت سناتور جې ډي وانس چې ښایي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټرمپ مرستیال وي، د ټولو څخه د دعا غوښتنه کړې.

جمهور رئیس جو بایډن چې په ټرمپ د برید څخه دوه ساعته وروسته یې ملت ته وینا کوله وویل چې "ټول یې باید وغندي" او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپل سیال سره خبرې وکړي.

د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید په هکله ورته معلومات ورکړل شوي او دا برید یې "بې معنی ډزې" بللې دي.

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید دی.

پولیسو په سمدستي توګه د غونډې ځای له خلکو خالي کړی او تر اوسه ډزې کوونکی ندی نیول شوی.

په لومړنیو انځورونو کې ښکاریږي چې د ټرمپ له غاړې وینه بهیږي

Republican presidential candidate former President Donald Trump is surrounded by Secret Service agents as he is taken to a vehicle at a campaign rally, July 13, 2024, in Butler, Pennsylvania.