په هلمند کې د شاتو توليدات ډېر شوي

د هلمند ولايت د کرنې او مالداری رئيس وايي چې سږ کال د زياتو ورښتونو له پلوه د شاتو د مچيو لپاره تر ټولو ښه کال دی او اټکل کيږي چې په ۴۵۰ فارمونو کې به ۲۰ ټنه شات توليد شي.

د هلمند د کرنې رئيس، زلمی الکو وایي: "سږ کال د مچیو زيات شمېر روزونکو ته د مچيو۵۰ صندوقونه ورکړي او همدارنګه یې يو شمېر کروندګرو ته د شاتو د مچيو د روزنې ورکشاپونه جوړ کړي چې له کبله یې د شاتو په توليد کې د پام وړ زياتوالی راغلی".

همداراز په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو د ساتونکو اتحاديه جوړه شوې چې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې یې په هلمند کې خپل فعاليت پيل کړی.

په هلمند کې څه باندې ۴۵۰ د شاتو د مچيو فارمونه شته چې ددې ډلې څخه ۵۰ یې د شاتو د مچيو د ساتونکو د اتحاديې غړيتوب لري.


د دې اتحاديې مشر نعمت الله حسيني وايي: "د شاتو د مچيو توليدات ډېر دي خو په هلمند کې ورته ځانګړی بازار ندی جوړ شوی او همدارنګه د ماشين آلاتود نه شتون له وجهې موږ نشو کولای چې شات پروسس او بسته بندي کړو."

په هلمند کې د شاتو د مچيو د فارم روزونکي خوښ دي او وايي د سږ کال بارانونو یې د شاتو په حاصلاتو تاثير کړی او توليدات یې د پخوا په پرتله ډېر کړي.

د لښکرګاه ښار په لويديځه څنډه کې ګن زراعتي فارمونو جوړ شوي چې په کې د سبزيو تر څنګ د شاتو د مچيو فارمونه هم ليدل کيږي.


عبدالخالق چې په عينک کې د مچيو فارم روزي وايي: "سږ کال د شاتو په توليداتو کې څلور برابره زیاتوالی راغلی دی خو د شاتو د پلور لپاره ځانګړی بازار نشته اوموږ اړ يو چې د ښار په پلورنځايونو کې ورته بازار پیدا کړو."

د کرنې مسؤلين وايي چې سږ کال به د شاتو د سوداګری لپاره د ښاروالی په مرسته مارکيټ جوړ کړي او ډېر ژر به د شاتو پلورونکي له دغو امکاناتو ګټه پورته کړي.