د هند سفیر: افغانستان مو ستراتیژیک ملګری دی

د هند صدراعظم نریندر مودي د جون په څلورمه د سلما بند د پروژې د پرانستې دپاره هرات افغانستان ته تللی و، په دې موقع د خبرو په وخت ښاغلي مودي د افغانستان او هند د اړیکو د ژورتیا او پراختیا په اړه وویل چې دا د مینې یو بحر دی چې بهیږي.

کله مو چې د دې مینې او اړیکو په اړه په کابل کې د هند د سفیر ښاغلي من پریت اوهورا نه پوښتنه وکړه چې د د دواړو ملکونو اړیکې ډیرې صمیمیانه دي ، د دوي گټې او تاوانونه شریک دي. هند د افغانستان سره تاریخي رشته لري او اوس هم ورسره د هغه رشته پالي.

ښاغلي اوهورا وویل «موږ ستراتیژیک ملگري یو ، په ډیر مسلو همکاري کوو ، یو بل سره په شمیر ساحو کې شریکه مبارزه هم لرو چې په گډه سره ېې کوو.

ښاغلي اوهورا نه پوښتنه وشوه چې څنگه چې د هند صدرعظم په امریکا د کانگرس گډې غونډې ته د وینا وخت وویل چې هند او امریکا په افغانستان کې د سولې شریک هدف لري او هغې دپاره کار کوي. نو په کابل کې د هند د سفیر نه پوښتنه وشوه چې هند څنگه په افغانستان کې د سولې په بهیر کې مرسته کولی شي نو هغه وویل «هند د افغانستان د سولې په روانو جریاناتو کې خو راسا کوم نقش نه لري، خو دومره ده چې موږ د افغانستان په بیاغورنه کې رول لوبو . اقتصادي وده کې او پرمختیايي چارو کې سرمایه لگوو .نو همدا کارونه دي چې خلکو ته هیله ورکوي او د سولې سر ه مینه زیاتیږي.

کابل کې د هند د سفیر ښاغلي من پریت اوهورا د ولسمشر اشرف غني سره

هغه وویل چې هند افغانستان کې د تخریب نه بلکې د تعمیر د لارې خلکو ته سولې پیغام ورکوي او همدا د نورو پټو او نیابتي جگړو نه غوره لار ده.

هرات کې د وینا په وخت د هند صدراعظم مودي ویلي وو چې دی خواهش لري چې یو ورځ افغانستان د کرکټ لوړ مقام ته ورسي او د ټیسټ کرکټ درجه واخلي او دا هم غواړي چې د هند په تجارتي سیالیو ای پي ایل کې هم ولوبیږي. نو کابل کې د هند سفیر منپریت اوهورا نه پوښتنه وشوه چې د صدراعظم مودي د دغو خبرو تعبیر به کله ولیدل شي.

نو هغه وویل چې افغانستان پخپله د کرکټ په ډگر کې ډیر ښه ځلیږي او هند ورسره په دې تکل کې تر خپل امکانه مرسته کړیده ،په نوي ډهلي کې ورته د کرکټ میدان ورکړیدی او هلته ورته د کرکټ د تمریني او نورو رسمي لوبو فرصت برابروي.

د هند په تجارتي سیالیو کې د افغان لوبغاړو د گډون په اړه د هند سفیر وویل «نو څنگه چې افغان لوبغاړي لگیا دي په نړیوالو میدانو کې خپله وړتیا ښي نو هغه ورځ لرې نه ده چې دوي به د هندي په تجارتي لوبو کې هم د خپل کمال په زور ور گډ شي.

هغه وویل چې هند د افغانستان سره هره پرمختیايي ساحه کې مرسته کوي او کرکټ په هغې کې مهمه برخه لري.