هند د کرکټ نړیوال جام کې خپله پرلپسې پنځمه لوبه وګټله 

د هند لوبغاړي محمد شامي د نیوزلډ پنڅه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې هند د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې۳۰) په خپلې پنځمې لوبې کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړه.

هند په دغه بري سره د لسو لوبډلو په جدول کې لومړي مقام ته پورته شو، دا یې پنځم پرلپسې بری و.

د هند د درمشالا په میدان کې نیوزلنډ هند ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه. د نیوزلنډ لوبغاړي ډاریل میچل ۱۳۰ او راچين روېندرا ۷۵ منډې وکړې.

خو، هند د ویرات کوهلي د ۹۵ منډو په مرسته دا هدف په ۴۸ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د هند کپتان روهیت شرما ۴۶ منډې وکړې او د بري شاټ روېندرا جدیجا وواهه.

د لوبې غوره لوبغاړی د هند توپ اچوونکی محمد شامي شو. ده د نیوزلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول. دا په روان نړیوال جام کې د محمد شامي لومړۍ لوبه وه.

سبا دوشنبه د هند په چنای کې افغانستان له پاکستان سره سیالي کوي. افغانستان تر دې دمه څلور لوبې کړې او یوه یې ګټلې ده. پاکستان بیا په څلورو کې دوې ګټلې دي.