ایوبي: په فساد کې د ښکیلو وکیلانو نومونه په ډاگه کوم

د افغانستان د ولسي جرگې غړی عبدالرحیم ایوبی وایي چې د بډو اخیستوونکو وکیلانو د نومونو فهرست په راتلونکې غونډه کې په ډاگه کوي.

ښاغلي ایوبي په داسې حال کې چې د کوم وکیل نوم وانخیست، خو ویې ویل چې په دې نوم لړ کې اکثر ښځینه وکیلانې شاملې دي.

د ولسي جرگې دغه غړي وویل، حاضر دی چې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره څارنوالۍ ته ولاړ شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د ولسي جرگې د غړي عبدالرحیم ایوبي سره د آشنا رادیو مرکه دلته اوریدلای شئ: