د افغان نشراتي مرکز آرشیف کمپیوټري یا ډیجیټلي شو. په دغه آرشیف د افغانستان د تیرو درېیو لسیزو د حالاتو عکسونه، غږونه او ویډیوګاني ساتل کیږي.
د دغه ډیجیټلي ارشیف د امیتاز خاوند، د افغان نشراتي مرکز رئیس حاجی سید داود وایي د ویډیو، اډیو او د فلمونو د کسټونو کیفیت تر پنځوس کالونو په خپل حال پاتی کیدی شي، خو ددې ډیجیټلي ارشیف کیفیت، چې یوه کاپې یې د امریکا د کانگرس کتابتون ته تحفه ورکړل شوي، درې نیمې پیړۍ په خپل حال پاتې کیدای شي.
دا پروژه په واشنگتن کې د کانگرس د کتابخانې د اتو متخصیصینو په همکارۍ، په کابل کې د امریکا د سفارت په مالي مرستې، په افغانستان کی د یو شمیر افغانانو په زیار بشپړه شوېده.
پروفیسران، معلمین، محقیقان، ژورنالستان او نور کسان د دې ارشیف نه په وړیا توګه کار اخیستی شي خو د تجارتي مقاصدو لپاره د افغان نشراتي مرکز د رئيس حاجي سید داود اجازې ته ضرورت شته.
د حاجي داود سره د زیبا خادم بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5