مولانا فضل الرحمان: د ولس زور حکومت وارخطا کړیدی

مولانه فضل الرحمان د اکتوبر د ٢٧ نه د حکومت ضد احتجاج پیل کړیدی

د جمعیت العلما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان چې دا وخت په پاکستان کې د حکومت مخالفه مظاهرو مشري کوي، وایي چې حکومت د ولس د زور په وړاندې بی وسه دی او وارخطا شویدی.

دغه خبرې د جمعیت العلما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د امریکاغږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې کړیدي.

مولانا فضل الرحمان هغه تورونه رد کړل چې گوندې په پوځ او استخباراتو کې یې ځینې عناصر ملاتړ کوي. هغه وویل چې ټوله مبارزه یې د دغه ادعا ضد ده.

مولانا د انتخاباتو نه وروسته په پرله پسې توگه دا ادعا کوي چې په انتخاباتو کې درغلي شویده، خو د عمران خان حکومت د هغه ټول تورونه ردوي.

پام وکړئ د مولانا فضل الحمان سره د نزرانې یوسفزۍ مرکې ته:

Your browser doesn’t support HTML5

د مولانا فضل الحمان سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ